ځلاند یوسفزی په پېښور کې د مشال راډیو خبریال او د ویډیويي مطالبو اېډېټر (مدیر) دی. هغه پر بېلابېلو موضوعاتو غږیز، لیکلي او ویډیويي راپورونه او مستند فلمونه جوړوي.
سياسي فعاله ثنا اعجاز په تېره يو لسيزه کې د سياسي ګوندونو او تحريکونو برخه پاتې شوې ده. نوموړې اوس مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړې او د ښځو حقونو لپاره د 'واک' په نوم د تنظيم فعاله ده.
له ټول پاکستانه اسلام اباد ته ورغليو د پولیو وایرس ضد کارکوونکيو احتجاج پېل کړی دی.نور په دې ویډیويي راپور کې.
د سوات لرې پرته سيمه ګبين جبه کې د خيبر پښتونخوا سيلګرۍ محکمې لخوا درې ورځینې ميلې وشوه. د سيلګرۍ محکمي چارواکي وايي، وړاندې ورته د تګ وسيلې د نيش برابر وې اوس ورته لارې جوړې شوي او د سيلګرۍ یو نوی ځای ګځول شوي چې لیدو ته یې ځینې سېلانیان له لیرې لیرې په پښو ورځي. د مشال ريډيو خبريال نياز احمد خان و
د فبرورۍ پر ۲۷مه په اسلام اباد کې جلسې ته په وينا کې د ګوند مشرانو وويل، دا وخت په دېر، باجوړ، وزيرستان، چترال، بونير، کوټه او نورو سيمو کې چې کومې پېښې رامنځته کېږي نو ښکاري داسې چې په پښتنه سيمه کې وسله وال او ترهګر بيا راپورته کېږي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د سوات شهناز وايي چې د ښځو ستونزو هواري لپاره په پوليس کې نوکري کوي. له دې سره چې د سوات په زياتره تاڼو کې يو يا دوه ښځينه پوليس د ښځو د اسانتيا لپاره موجودې دي خو بیا هم ښځې تاڼو ته له تلو ډارېږي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د ورکو بلوڅانو د کورنیو غړو خپلې احتجاجي ناستې ته دوام ورکړی. دې پرلتوالو د فبروۍ پر ۱۱مه خپل احتجاج پیل کړی او وايي، د وزیراعظم عمران خان تر ورتګه احتجاج نه ختموي. هلته وزیراعظم عمران خان حکومتي وزیرانو ته امر کړی چې د خلکو د ورکولو پر ضد دې ژر تر ژره قانوني مسود
د پېښور يو ځوان د نامتو ټوکمار چارلي چپلن په جامه او کردار کې لارو کوڅو کې خلک خندوي. عثمان د چارلي چپلن په ډول وړې ويډيوګانې هم په ټولنيزو رسنيو خپروي. نوموړي وايي چې د کورونا وبا له کبله د ټولبند په ورځو کې یې د چارلي چپلن کردار خپلولو ته پام شو، چې د وبا په پرېشانیو کې د لس پرمخ خندا راولي.
د فېبرورۍ پر نهمه په اسلام اباد کې د پاکستان مېډيکل کميشن د ودانۍ مخې ته د قبايلي سيمو او بلوچستان زده کوونکو احتجاج وکړل. احتجاجیان وايي، په مېډيکل کالجونو کې د يادو سيمو لپاره ځانګړې سيټونه کم کړل شوي دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د چترال ۳۵ نجونو ته په اسلام اباد کې د فوټبال روزنه ورکول کېږي. د چترال د ښځو فوټبال کلب هر کال د چترال نجونو لپاره مختلفو لوبو تابيه کوي چې مقصد ېې د چترال په کلي والو سيمو کې د نجونو لوبو ته وده ورکول دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) اسلام اباد کې د الېکشن کمېشن ودانې مخې ته احتجاج کې غوښتنه وکړه، چې د پاکستان تحريک انصاف پرضد د بهرنيو چندو د مقدمې فيصله دې ژره تر ژره وکړي. الېکشن کمېشن کې د ۲۰۱۴ز کال راهیسې د واکمن ګوند پرضد د فارن فنډګ مقدمه روانه ده. نور په دې ویډیويي راپور کې.
اپوزيشن وايي چې که د دې مقدمې پرېکړه وشي نو د واکمن تحریک انصاف حکومت نسکورېدای شي او مشرتابه يې نااهله کېدلای شي.
په پاکستان کې عیسویانو د ډېسېمبر پر ۲۵مه کرېسمېس لمانځلی. د کورونا وایرس وبا له وجې عیسویانو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې له محدودیتونو سره او د وایرس خپرېدو مخنیوي لارښوونو ته په پام خپل کلنی اختر لمانځلی. د اسلام اباد په کلیسا کې د کرېسمېس غونډې په اړه ویډیويي رپورټ.
پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) د ډېسېمبر پر ۲۳مه د خیبر پښتونخوا د مردان په جلسه کې د وزیراعظم عمران خان د حکومت پر اقتصادي تګلاره انتقاد وکړ. د اپوزیشن ګوندونو د دې اتحاد سیاستوالانو دعوه وکړه چې د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ اېتلافي حکومت د هېواد د اقتصادي ستونزو په هواري کې پاتې راغلی.
راني خان د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د نرښځیو لپاره مدرسه جوړه کړې. نوموړې وايي، په نورو مدرسو کې له نرښځیو سره توپیري چلند کېږي، نو ځکه دې کار ته اړ شوه. راني خان خپله هم نرښځۍ ده او وايي، په مدرسه کې زده کوونکو ته د اوسېدو ځای هم ورکوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان د ولس استازی علي وزیر د ۱۲ ورځو لپاره په جسماني ریمانډ پولیسو ته حواله کړل شو. علي وزیر د ډېسېمبر پر ۱۸مه له پېښوره کراچۍ ته وړل شوی وو او د ډېسېمبر پر ۱۹مه په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې شو.
پښتون ژغورنې غورځنګ د قامي اسمبلۍ د غړي او د خپل مخکښ علي وزیر ګرفتارۍ پر ضد د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې احتجاجونه کړي. د ډېسېمبر د ۱۸مې احتجاجونو اعلان د زیارت (پنجشنبې) پر ماښام د غورځنګ مشر منظور پښتین پر فېسبوک په وینا کې کړی وو. د غورځنګ ملاتړیو او پلویانو د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون
د ډېسېمبر ۱۸مه د هجرت کوونکو نړیواله ورځ ده. رفیق په کراچۍ کې ورځني مزدوري کوي. د نوموړي کورنۍ کلونه پخوا له افغانستانه د سیند صوبې تر ټولو لوی ښار ته کډه شوې وه. د رفیق ژوند په اړه دا ویډیو وګورئ.
پاکستان جمهوري تحریک (پي ډي ایم) د پنجاب په مرکز لاهور کې د ډېسېمبر پر ۱۳مه د حکومت ضد شپږمه جلسه وکړه او مشرانو يې په خپلو ويناوو کې پر وزیراعظم عمران خان تور پورې کړ چې د هغه حکومت په درغليو راغلی دی
د پاکستان جمهوري تحريک (پي ډي اېم) نن (د دیسمبر په ۱۳مه) په لاهور کې د مينار پاکستان سره جلسه کوي. دوی د وزیراعظم عمران خان د استعفا غوښتنه لري او وايي چې د هغه حکومت په درغليوو راغلی دی. حکومت دا غوښتنه او تورونه ردوي.
د خېبر پښتونخوا د سوات جبران يوسف له ګټو لوخې او نور شيان جوړوي، دغه هنر په سوات کې د زرګونو کالو زوړ دی او په لرغونې اثارو کې موندلې کېږي. جبران يوسف مزدور کار دی او خپل هنر ته پوره وخت نه شي ورکولای. نوموړي وايي، که څام ورته وشي نو نورو ځوانننو ته هم دغه ختمېدوکې هنر ورزده کولای شي.نور حال په دې و
نور وښیئ