ځلاند یوسفزی په پېښور کې د مشال راډیو خبریال او د ویډیويي مطالبو اېډېټر (مدیر) دی. هغه پر بېلابېلو موضوعاتو غږیز، لیکلي او ویډیويي راپورونه او مستند فلمونه جوړوي.
له کوټې څخه چمن ته د مساپر وړونکي اورګاډي سروېس بیا پیل شوی دی. د اورګاډي تګ راتګ په مارچ کې د کورونا وایرس وبا له وجې ځنډول شوی وو چې د نومبر پر ۱۰مه د رېلګاډو ادارې چارواکو بیا پیل کړ. چارواکي وايي، له کوټې څخه د پاکستان نورو برخو ته هم د اورګاډي سروېس بیا بحالوي. ویډیويي رپورټ.
په خوست کې د شمالي وزیرستان کډوال وايي، د مرستو د کمېدو له وجه یې ژوند تر بل هر وخت زیات ګران شوی دی. دوی وايي، دا یې په ګلان کیمپ کې اووم ژمی دی او ستونزې یې ورځ تر بلې زیاتېږي. چارواکي وايي، له نړیوالو ادارو څخه د وزیرستانیو کډوالو لپاره د مرستو اخیستو هڅې کوي. ویډیويي رپورټ.
د کوټې ۴۵ منیر احمد وايي، له پلاره یې انځورګري او مجسمه سازي زده کړې خو نور دا کار نشي کولای.
خانزاده اسفندیار خټک وايي، ویاړي چې د پښتو نومیالي شاعر خوشال خان خټک له کورنۍ دی. خټک د رقص ترڅنګ د بشري حقونو فعال هم دی. د نوموړي هنر او ژوند په اړه یې ویډیو وګورئ.
په تېرو کلونو کې رسنیو په سیند کې په زور د هندوو نجونو د مسلمانولو رپورټونه ورکړي دي چې ورباندې د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو ادارو اندېښنې ښوولي. خو په عین حال کې، د سیند په کلیوالو سیمو کې مسلمانان او هندوان یو ځای اوسي په دې انځورونو کې د یوې درګاه او د یو مندر حال درکوو.
د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د اکتوبر پر شپږمه زرګونه سرکاري کارکوونکو احتجاجي ناسته پيل کړې چې زياتره يې ښوونکي دي. دوی وايي په تنخاګانو کې ېې د ګرانۍ په تناسب زياتوالی نه دی شوی. نور تفصیل د عمران یونس په ويډيويي راپور کې
د اګست پر ۲۰مه لسګونه کسانو په پېښور کې د برېښنا نشتوالي ضد مظاهره وکړه. دوی په لاسونو کې لوحې او بینرې نیولې وې او په ښار کې یې لاریون وکړ.
د خوست اوسېدونکو، فعالانو، حکومتي چارواکو او ملي امنیتي سرتېرو د اګست پر ۱۸مه د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۱مه کلیزه ولمانځله. فعالان وايي، د خپلواکۍ ساتل د ټولو وګړو ذمه واري ده. نور په ویډیويي رپورټ.
د پاکستان حکومت د اګست له ۱۰مې څخه د ټولو هغو کاروبارونو بیا پرانیستو اعلان وکړ چې د ټولبند پر ختمېدو سربېره تړلي ول. په دې کې د رستورانونو دننه خوراک، څښاک هم شامل وو چې د مارچ له نیمايي راهیسې ورباندې بندیز وو.
په راولپېنډۍ کې د چړو او چاقووانو خرڅوونکي او تېره کوونکي وايي، سږکال یې د کورونا وایرس وبا له وجې کاروبار خراب دی ځکه چې کم خلک قرباني کوي. خو ځینې خلک وايي چې دوکاندارن چړې ګرانې خرڅوي او د تېره کولو لپاره یې هم د پخوا پرتله زیاتې پیسې غواړي. نور په ویډويي رپورټ کې.
زیارت د بلوچستان د سیلګرۍ له مهمو ځایونو یو بلل کېږي. پوهان وايي، د دې سیمې د ځنګله اوبښتې له اووه څخه تر اته زره کلونو پورې عمر لري. خو د ځنګله ونې یوې ناروغۍ او اوږدمهاله وچکالۍ
محبوب الرحمان د خیبر پښتونخوا د نوښار په اکوړي کیمپ کې اوسي. نوموړي د مردان بورډ د لسم ټولګي په ازموینو کې دویم پوزیشن ترلاسه کړی دی. د رحمان پلار په اکوړي
د جولای پر ۲۲مه، پر ۱۱مه ورځ هم د مومندو یو شمېر ملکانو په غلنۍ کې عمومي سړک تړلی وو. دوی له حکومته غواړي چې د ځانګړو خاصه دارو مراعات دې بحال کړي. دا خاصه دار
د قبایلي سیمو، بلوچستان او ګېلګېت بلتستان زده کوونکو د جولای پر ۱۹مه په اسلام اباد کې احتجاج وکړ. دوی وايي، د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره یې له مارچ راهیسې
د پاکستان حکومت وايي، د جولای له پیل راهیسې په هېواد کې د کووېډ-۱۹ نویو پېښو شمېر ورځ تر بلې کمېږي. خو ډاکتران وايي، اوس هم په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر
د پاکستان د یو شمېر سیمو سوداګرانو د جولای پر ۱۸مه په اسلام اباد کې احتجاج وکړ. دوی غوښتنه کوي چې حکومت دې د کورونا وایرس مخنیوي محدودیتونه نرم کړي او ورته دې
۱۵ کلنه ملایکه زاهد ښايي په کوټه کې د سوک وهنې (باکسېنګ) يوازینۍ زده کوونکې وي چې په کور کې مشق او رده کړه کوي. نوموړې د پاکستان پر کچ يو شمېر جایزې هم ګټلي دي.
د پښتو نومیالی شاعر او ټوکمار میراوس په کوزه مومندو کې رستوران پرانیستی او د هوټل پر دېوالونو یې د نشو ضد پیغامونه لیکي. ۶۵ کلن ميراوس وايي، هنر یې د روزګار په لار کې خنډ نه دی ګرځېدلی او په رستوران کې یې د سيمې يو شمېر ځوانان کار هم کوي. نور په ويډیويي مرکه کې.
د جولای پر درېيمه د پاکستان په پنجاب کې ټرافيکه پېښه کې ۲۲ کسان مړه شوي ول چې ۲۰ پکې سيکان ول. په دغه ۲۰ سيکانو کې ۱۹ د پېښور د جوګن شاه ول چې نن (جولای څلورمه) يې وروستي رسومات وشول. په دې اړه د ځلاند يوسفزي او عظمت علي شاه ويډيويي راپور وګورئ.
د کورونا وایرس وبا د ټولې نړۍ د اقتصادي زیان اړولو ترڅنګ پر ټولنیز او انفرادي ژوند هم بد اغېز کړی دی. په دې مستند فلم کې مو د داسې درې کسانو ژوند ته کتنه کړې چې وبايي حالاتو اغېزمن کړي دي.
نور وښیئ