ځلاند یوسفزی په پېښور کې د مشال راډیو خبریال او د ویډیويي مطالبو اېډېټر (مدیر) دی. هغه پر بېلابېلو موضوعاتو غږیز، لیکلي او ویډیويي راپورونه او مستند فلمونه جوړوي.
د اسلام اباد په ګډون د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې وکيلانو احتجاجونه کړي دي. په اسلام اباد کې د پاکستان سپريم کورټ مخې ته د احتجاج پر مهال د وکيلانو د یوې ټولنې مشر عبدالرحيم وزير مشال راډیو ته وويل چې په وروستيو کې په سپريم کوټ کې کاري مودې ته له کتو پرته د قاضیانو ګومارنې شوې دي.
پاکستان د اګست پر ۱۴مه په داسې حال کې د خپلواکۍ جشنونه لمانځي چې د کورونا وبا خپرېدو له کبله په بندېزونو کې نرمي راغلې ده. د دې هېواد په لويو ښارونو کې يوشمېر وګړي سړکونو ته راوتي او د پاکستان د خپلواکۍ ۷۴مه کليزه لمانځي. نور حال د عمران یونس او ځلاند یوسفزي په ويډیويي راپور کې وګورئ.
په کراچۍ کې کب نیوونکي وايي، له هغه وخت راهیسې چې حکومت چینايي ماکوګانو (ټرالرو) ته د ماهیانو نیولو اجازه ورکړې، د دوی ستونزې زیاتې شوې دي. دوی وايي، په سمندرګي کې ماهیان هم کم شوي او نوې حکومتي پالیسۍ یې کاروبار خورا اغېزمن کړی دی. خو حکومت وايي، د سمندرګي په ژورو اوبو کې د کبانو پر نیولو بندیز دی
د اګست پر اوومه د پاکستان مزدور کسان پارټۍ په بلنه په چارسده کې "پښتون قامي جرګه" وشوه چې ورته د پښتنو د یو شمېر ګوندونو، غورځنګونو او سازمانونو مشران ورغلي ول. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم په جرګه کې ګډون وکړ. نوموړي مشال راډیو ته وویل چې جرګه جوړېدل خپله یوه لاس ته راوړنه ده.
په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو ته د پینځو کلونو تر ځنډ وروسته نوي سمارټ کارډونه ورکول کېږي. د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، د نويو کارډونو نېټه به د ۲۰۲۳ز کال په جون کې بشپړېږي. اداره زیاتوي چې د دې بهیر ترسره کولو لپاره یې په پاکستان کې ۴۰ مرکزونه جوړ کړي. نور حال په دې
په صوابۍ کې لا هم خلک د څارويو له څرمنو کټونه جوړوي خو د خيبر پښتونخوا په زياتره برخو کې دغه دود اوس ختم شوی دی.د صوابۍ زريداد خان کاکا وايي چې څو لسيزې وړاندې په هر کلي کې د څرمنې کټونو استادان وو خو اوس په ټوله سيمه کې د ګوتو په شمېر استادان پاتې دي.
د جولای پر ۲۷مه پښتون ژغورنې غورځنګ په مکين کې د امن په نوم جلسه وکړه. پر دې مهال د پي ټي اېم مشر منظور پښتین او نورو مشرانو په خپلو وينا ګانو کې د افغانستان په موجوده حالاتو خبرې وکړې او له ټولو خواوو یې د امن لپاره د ګامونو پورته کولو غوښتنه وکړه. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د خیبر پښتونخوا د بټګرام محمد نظیر د اسلام اباد په لارو او کوڅو کې ګرځي او چړې او چاقوګان تېره کوي. نوموړی وايي، د لوی اختر په ورځو کې یې کار زیاتېږي. نظیر د چړو تېره کولو پخوانی مشین کاروي او وايي، د دې مشین ګرځول ورته اسانه دي. ویډیو وګورئ.
د بنو د جانيخېلو يو مشر ملک نصيب خان د وژنې پر ضد احتجاج پر ۲۷مه ورځ هم دوام لري. دغه پرلتوالو د مې له ۳۱مې راهیسې لومړی په جانيخېلو او د جون له ۲۳مې د بنو ـــــ میرامشاه پر لویه لاره پرلت وهلی او مړی يې لا هم نه دی ښځ کړی.
څو ورځې وراندې په اسلام اباد کې د حسن خان په نوم ۱۵ کلن ځوان د پوليس په حراست کې مړ شو. د حسن خان خپلوانو تور لګولی چې نوموړي د پوليس په تشدد کې وژل شوی دی. د هغه د مرګ په تور درې پوليسان ګرفتار کړل شوي هم دي. ځلاند یوسفزي د حسن خان له مور سره ویډیويي مرکه کړې. ويډيو: عمران يونس
د بنو په جانيخیلو کی د یوه مشر تر وژل کېدو وروسته د پیل شوي احتجاجي پرلت سمبالوونکي وايي که یې غوښتنې و نه منل شوې نو ډېر ژر د اسلام اباد پر لور د مارچ کولو اعلان کولای شي. د جانیخېلو ولس له هغه پس د مې پر ۳۱مه نېټه پرلت وواهه چې ناڅرګندو وسله والو د سیمې یو مشر ملک نصیب خان وواژه.
د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې پر يو خبريال د بريد پر ضد د خبريالانو اتحادېې او د بشري حقونو فعالانو د مې پر ۲۸مه احتجاجي مظاهرې کړې دي. مظاهرچيانو له حکومته د بريد د رڼو پلټنو غوښتنه کوله. د احتجاج کوونکو وينا وه چې په دې وروستيو کې په اسلام اباد کې پر خبريالانو د بريدونو پېښې زياتې شوې دي۔
په اختر کې خپلوان او ملګري یو ځای کېږي، بنډارونه کوي او خوشالۍ لمانځي. د اختر پر لومړۍ ورځ کشران، مشرانو ته مبارکۍ ته ورځي. خو ځینې داسې مشران هم شته چې اختر له خپلو کورنیو لیرې تېروي او کشران هم ورته مبارکۍ ته نه ورځي. په راولپېنډۍ کې د زړو خلکو په یو سرکاري کور کې د اوسېدونکو اختر په اړه رپورټ.
د چارسدې غټې وریژې په پېښور او نورو سیمو کې په شوق خوړل کېږي. پخوا به چارسدوالې وریژې یوازې په غم او ښادۍ کې پخېدې خو له تېرو څو کلونو راهیسې اوس په بازار کې هم خرڅېږي. د چارسدوالو وریژو د پخولو طریقه په ویډیو کې وګورئ.
په اسلام اباد کې د خېر ښېګړې يو سازمان د روژې لپاره له يو شمېر نرښځيانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه. د سازمان مشران وايي چې په روژه کې د عامو ورځو پرتله نرښځيان له زياتو ستونزو سره مخامخ کېږي. په دې اړه ويډيويي راپور وګورئ.
په صوابۍ کې یوې ښځې د خپل کور په یوه برخه کې د کلي ښځو لپاره د جامو ګنډلو مرکز پرانیستی دی. حلیمه وايي، غواړي خپلې کلیوالې د هنر له لارې د ګټې جوګه کړي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د پاکستان په سیند صوبه کې ځینې هندوې کورنۍ دعوه کوي چې لوڼه یې په زور مسلمانېږي او مسلمانو هلکانو ته ودېږي. دوی تور پورې کوي چې د ګوټکي ضلعې د برچونډي شریف درګاه مشران د هندوانو مذهب بدلوي. خو د درګاه مشران دا تور په کلکه ردوي. موږ په سیند کې د دین بدلولو پېښې پلټلي او دا ځانګړی مستند فلم مو جوړ کړی
د کېلاشيانو د نورو دودونو په شان د مړي د اخري رسوماتو دود هم ځانګړی دی. په دې اړه نور تفصيل د ځلاند يوسفزي په ويډيويي راپور کې وګورئ.
په پاکستان کې د یوې مذهبي ډلې تحریک لبېک پاکستان د مشر سعد رضوي له نیولو وروستو په ټول ملک کې د یاد تحریک په احتجاجي دهرنو او مظاهرو کې له پولیسو سره په نښتو کې دوه کسان مړه او د پولیسو په ګډون ځینې کسان ژوبل شوي. نور حال په دې ویډیويی راپور کې.
د بنو جانيخېلو پرلتوال له حکومت سره د مذاکراتو تر ناکامۍ وروسته د مارچ پر ۲۸مه نېټه د اسلام اباد پر لور روان شوي دي خو پوليسو پر ټوچي پله د دوی مخه نيولې ده. د دوی په ملاتړ په بنو
نور وښیئ