د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتنو جرګې باید د یوه سیاسي بهیر لامل شي: پښتین


د پښتنو جرګې باید د یوه سیاسي بهیر لامل شي: پښتین
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:52 0:00

د اګست پر اوومه د پاکستان مزدور کسان پارټۍ په بلنه په چارسده کې "پښتون قامي جرګه" وشوه چې ورته د پښتنو د یو شمېر ګوندونو، غورځنګونو او سازمانونو مشران ورغلي ول. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم په جرګه کې ګډون وکړ. نوموړي مشال راډیو ته وویل چې جرګه جوړېدل خپله یوه لاس ته راوړنه ده ځکه چې په دې ډول غونډو کې فکري یووالی او همغږي پیدا کېږي. پښتین وايي، په جرګه کې زیات بحث د افغانستان پر حالاتو وشو. نوموړي پوښتنه وکړه چې په قبایلو او خیبر پښتونخوا کې تر یو شمېر پوځي عملیاتو وروسته ولې وسله والو ډلو بیا سرپورته کړی. د پاکستان پوځ وايي، عملیات یې بریالي ول او اوس هم په یو شمېر سیمو کې د وسله والو پر ضد اقداماتو ته دوام ورکوي. د پښتین بشپړه مرکه وګورئ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG