د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سیند کې د هندوو نجونو مذهب بدلولو پېښو تر شا څه دي؟


په سیند کې د هندوو نجونو مذهب بدلولو پېښو تر شا څه دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:27 0:00

د پاکستان په سیند صوبه کې ځینې هندوې کورنۍ دعوه کوي چې لوڼه یې په زور مسلمانېږي او مسلمانو هلکانو ته ودېږي. دوی تور پورې کوي چې د ګوټکي ضلعې د برچونډي شریف درګاه مشران د هندوانو مذهب بدلوي. خو د درګاه مشران دا تور په کلکه ردوي او وايي، په زور د خلکو د مسلمانولو یوه قضیه هم نشي ثابتېدای. د بشري حقونو فعالان د هندوانو دعوې مني خو وايي، په زور د مذهب بدلول ثابتول خورا ګران کار دی. موږ په سیند کې د دین بدلولو پېښې پلټلي او دا ځانګړی مستند فلم مو جوړ کړی. کتونکو تاسې هم کولای شئ چې تر دې فلم لیدو وروسته دې ته ورته کیسې راسره شریکې کړئ. مهرباني وکړئ د دې موضوع اړوند کیسې راته په لاندیني ایمېل پتې راوستوئ: mashaalradio@rferl.org

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG