ځلاند یوسفزی په پېښور کې د مشال راډیو خبریال او د ویډیويي مطالبو اېډېټر (مدیر) دی. هغه پر بېلابېلو موضوعاتو غږیز، لیکلي او ویډیويي راپورونه او مستند فلمونه جوړوي.
د آیس يا کرسټل نومې نشه يي توکې اوس د خيبر پښتونخوا نېږدې په هره ضلع کې کارول کېږي. دا نشه څومره خطرناکه ده، د نشه يانو ژوند او انجام یې څه وي؟ تفصيل په دې ځانګړي رپورټ کې.
د کرمې اېجنسۍ زدکونکیو د اتوار په ورځ د پېښور پریس کلب مخې ته مظاهره کې د خیبر پښتونخوا له حکومته وغوښتل چې د دوی د یو ملګري زده کونکي کامران وژونکي دې زر تر زره ګرفتار کړي. کامران د تېرې جمعې په ماښام د پېښور په فقیر اباد سیمه کې د شوکمارو لخوا په ډزو وژل شوی و. پولیسو مظاهره کونکیو ته باور ورکړ چې
سید عالم محسود ګل په ورځ په پېښور کې تر یوې خبرې غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل چې وزیراعلا پرویز خټک د مغربي لارې پرځای په وړو منصوبو تېروتلی دی او اوس پری پښتانه تېر باسي.
د شمالي وزیرستان شوې تحصیل خلکو په پېښور کې د کرم تنګي بند یا ډیم جوړولو ضد احتجاج کړی دی. د کابلخېلو یو شمېر خلکو په اتڼ احتجاج وکړ او ویې ویل چې که دا ډیم جوړ شي نو د دوی تحصیل زیانمنوي. څه موده مخکې امریکايي سفارت په یو بیان کې وویل د دې ډیم جوړولو لپاره یې د پاکستان حکومت ته پیسې منظورې کړې دي.
په صوابۍ کې له اباسینه د جیپونو پورې وتو زغل شوی دی. له تېرو پینځو کلونو راهیسې چې په ژمي کې په سیند کې اوبه کمې شي، نو د جیپونو دا زغل کېږي. ورسره ځېنې ښځې هم د اباسین غاړې ته ورغلې وې او غشي ویشتو لوبه یې وکړه. د جیپونو زغل ځای تاریخي ارزښت هم لري ځکه چې سکندر مقدوني له همدې ځایه تېر شوی وو. رپورټ
د قبايلي سيمو زده کونکیو سازمان د یکشنبې په ورځ د خپل یو ملګري شوکت عزيز د ګرفتارۍ خلاف د پيښور پریس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه. په دې موقع د قبايلي سيمو زده کونکیو سازمان مرستیال مشر محمد ادریس مشال راډیو ته وویل، د ايف سي ار قانون ختمولو لپاره تحريک چلونکي او تر ۳ ايم پي او قانون لاندی
د خېبر پښتونخوا د صوابۍ پولیس وايي نا معلومو وسله والو، یو ځايي سندرغاړی دروېش خان په ډزو وژلی دی.
په پېښور کې د پخوانیو ګاډو یا موټرو نندارتون جوړ شوی. له تېرو اووه کلونو راهیسې دا پخواني ګاډي هر کال له کراچۍ څخه پېښور ته سفر کوي او د یکشنبې یا اتوار پر ورځ یې نندارې ته ګڼ خلک ورغلي ول. د نندارې په ځای کې اتڼ او خټک نڅا هم وشوه. ویډیو وګورئ.
حاجي محمد عديل د جمعې په ورځ د نومبر په ۱۸مه د اوږدې ناروغې وروستو په خپل پلرني ټاټوبي پېښور کې وفات شو.
پاکستاني چارواکو شربت ګله له خپلې خاورې واېستله. په پېښور کې د مشال راډیو خبریال وايي نوموړې نن سهار وختي له روغتونه وویستل شوه او د تور خم پر پوله له اړولو وروسته افغان چارواکو ته په لاس ورکړل شوه.
د پاکستان تحریک انصاف د خیبر پښتونخوا عامې روغتیا وزیر شاه فرمان وايي، عدالتونو ورته د مظاهرو او لاریونونو اجازه ورکړې خو د پاکستان مسلم لیګ (ن) حکومت یې مخنیوی کوي. نوموړي د دوشنبې پر ورځ د صوابۍ له انټرچېنج سره نېږدې له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، دوی به هرومرو لاریون کوي. ویډیو وګورئ.
د پاکستان تحریک انصاف یوه احتجاجي قافله د ګل (دوشنبې) پر ورځ د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر او صوبايي وزیرانو په مشرۍ د اسلام اباد لوري ته روانه وه چې د صوابۍ له انټرچېنج سره نېږدې د پولیسو له خنډونو سره مخامخ شوه. پر دې قافلې پولیسو اوښکې تویونکی ګیس پاشلی دی. قافله وروسته اسلام اباد ته روانه شوه.
د خېبر ايجنسۍ باړه سب په ډويژن کې د ناامنۍ له وجې ځېنې تعليمي ادارې ویجاړ شوي دي.او بیا د قبایلي سیمو په ځېنو کیلو کې لا هم سکولونو جوړ شوي نه دي. د ځلاند يوسفزي ویډیو.
د پېښور په رینګ روډ کې پر ټرکونو رنګار-رنګه انځورګیري په پښتونخوا کې ټرک چلوونکي که هر څومره ژوند سخت لري خو د ژوند رنګونه او ښکلا یې هېره نه ده. د دوی پر لاریو د وطن ښایستونه نقش وي. په دې اړه د ځلاند یوسفزي و
په پېښور کې د يو اين ايچ سي آر دفتر وايي، په خېبر پښتونخوا کې شاوخوا يو میليون رجسټرډ افغان کډوال ميشت دي او سږ کال دغه دفتر تر (۱۰۷۰۰۰) زيات کډوالو سره د ستنېدو لپاره مرستې کړي دي. د یاد دفتر په وینا په پېښور کې هره ورځ نږدې ۸۰۰ کورنۍ رجسټر کېږي او روانه اوونۍ کې د کډوالو لپاره په ازاخېلو کې يو بل
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د سیمې استازي ساجد نواز مشال راډیو ته وویل، څلورو وسله والو د جمعې پر سهار شاوخوا شپږ بجې پر کالونۍ برید وکړ چې پکې یو عیسوی وژل شوی دی. نواز وویل، دا سیمه د پېښور له ښاره شاوخوا ۱۵ کیلیومیټره لرې ده چې پکې اکثریت د عیسویانو دی.
د خيبر پښتونخوا وزير اعلی پرويز خټک د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره يوه کميټي اعلان کړې ده او ويلي يې دي چې تر ۱۵ نومبر پورې به د نا رجسټره افغان کډوالو خلاف څه ډوله قانوني کاروايي نه کيږي.
دې وویل، د چین – پاکستان اقتصادي لار ((د پاکستان خیرات نه دی، دا د چین خیرات دی.)) بېګم نسیم ولي خان وویل، له پښتنو سره روانې بې عدالتۍ نورې نشي زغملای نو ځکه به پوره هلې ځلې کوي.
روژه د صبر او زغم مياشت ده خو د پښتنو په ټولنه کې د روژي په مياشت کې د جنګ جګړو پېښې زياتې شي.
د سياسي اتحاد بنياد بېګا ورځې ماښام د زیارت په پېښور کې د صوبې د سياسي ګوندونو په غونډه کې کيښودل شو.
نور وښیئ