د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر اقتصادي راهدارۍ نوی سیاسي اتحاد جوړ شو


ډاکټر سید عالم مسود
ډاکټر سید عالم مسود

د خېبر پښتونخوا سياسي ګوندونو له مرکزي حکومته د چین ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ کې د صوبې حق تر لاسه کولو لپاره د " کوريډور فرنټ " په نوم سياسي اتحاد جوړ کړی دی.

د جماعت اسلامي په صوبايي دفتر کې د سي پيک يا چین ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ په اړه د خېبر پښتونخوا د سياسي ګوندونو غونډه کې د جميعت علما اسلام ، پيپلز پارټې او مسلم ليګ ن پرته د ټولو سياسي ګوندونو غړو ګډون اوکړو

پاک چين اقتصادي راهدارې کې له مرکزي حکومته د خېبر پښتونخوا د حق تر لاسه کولو له پاره د "کوريډورفرنټ" په نوم يو سياسي اتحاد جوړ شواو د پښتونخوا ولسي تحريک ډاکټر سيد عالم مسود په متفقه توګه د ياد سياسي اتحاد مشر وټاکل شو.

ډاکټر سيد عالم مسود مشال ريډيو ته وويل، چې د کوريډور فرنټ په کونسل کې به له هر سياسي ګونده دوه غړي وي او دا چې اقتصادي راهدارۍ کې د صوبې د حق په اړه ټول سياسي ګوندونه متفق دي او په دې غونډه کې برخه نه اخيستونکې ګوندونو ورته هم د ملاتړ باور ورکړی دی.

"کوريډور فرنټ به د پارليماني غړو او وزير اعلا سره وينې د ژوند د هرې څانګې خلکو له به ورځو، جلسې به کوو او ولس به د چین ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ په اهميت او سيمې ته په رسيدونکې ګټو به يې پوهوو او د فاټا، بلوچستان او سیند اعتماد تر لاسه کولو کوشش کوو"

د جماعت اسلامي صوبايي امير مشتاق احمد خان مشال ريډيو ته وويل چې مرکزي حکومت وړاندې هم د خېبر پښتونخوا حقونه له نظر غورځولي دي او اوس يو ځل بيا د سيمې قسمت بدلونکې د چین ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ له منصوبې د دې صوبې ولس بې برخې کول غواړي.

"د اقتصادي راهدارۍ اصلي لار له خېبر پښتونخوا تېرېږي او اوس مرکزي حکومت دغه لار پنجاب ته یووړه نو موږ هم په دې فرنټ کې په دې وجه ګډ يو چې د کوريډور زړه لار بحال کړو"

د عوامي نېشنل ګوند د مالياتو مرکزي سيکرېټري ارباب محمد طاهر وايي چې د فاټا، خېبر پښتونخوا او بلوچستان په جنګ ځپلې او ورستو پاتې سيمو کې د امن د ټينګښت او د خوشالۍ يواځنۍ لار پرمختيا ده.

"چين د خپلو ورستو پاتې سيمو د پرمختيا لپاره د کوريډور منصوبه جوړه کړې خو دلته پنجاب د وروستو ټوله پرمختيا يوځې پخپله کول غواړي او پسماندې صوبې نورې وروستو پاتې کول غواړي ، خو د دې به مخه نيسو او اولس هم دې ته تيار دې چې راپاسي او د پاکستان له حکومتهخپل حق اخلي"

د رواني مياشتې په ۱۱ مه نېټه د وزير اعلا پرويز خټک له اړخه د منصوبه بندې او پرمختيا مرکزي وزير احسن اقبال ته ليکل شوي خط کې يو ځل بيا د چین ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ د مغربي لارې په اړه د شک څرګندونه شوې ده او وزير اعلا له مرکزي حکومته د مغربي لارې د جوړولو د منصوبو تفصيل او سپيناوې غوښتی دی خو تر دې لیک وړاندې مرکزي حکومت څو څو وارې ويلي دي چې د چین ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ که به تر ټولو اول مغربي لار برابروي او هغې سره تړلې اسانتياوې به هم ورکوو.

XS
SM
MD
LG