د لاسرسي ځای

تازه خبر

اقتصادي لار د اسلام اباد نه، د بیجنګ ((خیرات)) دی: بېګم نسیم ولي


پېښور - د چین – پاکستان اقتصادي لار په پروژو کې د پښتونخوا حقونو لپاره جوړ غورځنګ کارېډور فرنټ د دې لار پنجاب ته اړولو پر ضد د احتجاجي تحریک پیلولو اعلان کړی دی.

د چارشنبې یا شورو پر ورځ د کارېډور فرنټ غړو او مشرانو د پېښور خبریالانو په مرکز کې وویل، د دې تحریک لومړۍ جلسه به د جولای پر ۲۴مه په کرک کې کېږي.

دوی وویل، تر دې وروسته به د پاکستان په ټولو صوبو کې احتجاجونه او جلسې جاري وي.

په خبري غونډه کې د پښتونخوا ولسي تحریک، عوامي ورکرز پارټۍ، عوامي نیشنل پارټي (ولي)، جمیعت علمای اسلام (نظریاتي) او د قبایلي سیمو ځېنو مشرانو ګډون وکړ.

تر غونډې وروسته د اې اېن پي ولي ډلې مشرې بېګم نسیم ولي خان ګواښ وکړ چې که د خیبر پښتونخوا واکمنانو د خپل حق تر لاسه کولو مخکې وفاقي حکومت ته له هزاره ډيویژنه د اقتصادي لار برخې تېرولو اجازه ورکړه نو دوی به د صوبايي حکومت ضد احتجاجي تحریک پیل کړي.

نوموړې وویل، پوره هڅه به کوي چې د پاکستان له ایین او قانون سره سم خپل احتجاجي تحریک وچلوي.

دې وویل، د چین – پاکستان اقتصادي لار ((د پاکستان خیرات نه دی، دا د چین خیرات دی.))

بېګم نسیم ولي خان وویل، له پښتنو سره روانې بې عدالتۍ نورې نشي زغملای نو ځکه به پوره هلې ځلې کوي.

دې وویل، ((هر هغه شی چې د پښتون قام لپاره پکې تاوان دی)) ورته د منلو وړ نه دی.

بېګم نسیم ولي خان زیاته کړه، دا یوازې د چین – پاکستان اقتصادي لار نه ده، بلکې پښتانه له ګڼو حقونو بې برخې دي.

د پاکستان وفاقي حکومت دا تور نه مني چې ګواکې لار یې پنجاب ته اړولې ده او وايي، د دې لار پروژې د ګرد پاکستان په خیر دي.

XS
SM
MD
LG