ځلاند یوسفزی په پېښور کې د مشال راډیو خبریال او د ویډیويي مطالبو اېډېټر (مدیر) دی. هغه پر بېلابېلو موضوعاتو غږیز، لیکلي او ویډیويي راپورونه او مستند فلمونه جوړوي.
د نوښار د پبو په چراټ سړک د یوې دیني مدرسې دوه ورځنۍ کلتوري مېله پای ته رسېدلې. د جامعه عثمانیه په نوم د مدرسې سلګونه زده کوونکو په مېله کې برخه اخیستې او له نورو ځایونو هم خلک ورغلي ول. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خیبر پښتونخوا د نوښار د جلوزو په کیمپ کې د باجوړ بې کوره خلک اوسي چې پکې لسګونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي. دا خلک په ۲۰۰۸ز کال کې له باجوړه بې کوره شوي ول چې پکې لسګونه کورنۍ اوس هم هلته اوسي ځکه چې په باجوړ کې کورونه او جایدادونه نه لري. د دوی د ماشومانو تعلیم په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د جنورۍ پر ۱۳مه پر اباسین د جیپونو کلنی ځغل وشو. دا ځل په سیالۍ کې دوو ښځو ډرېورانو هم برخه واخیسته. دا سیالي له اتو کلونو راهیسې د صوابۍ په هنډ کې کېږي چې دا ځل یې تابیا یوه کلب او د خیبر پښتونخوا سېلګرۍ ادارې کړې وه. ویډیويي رپورټ وګورئ.
نن [د جنورۍ پر اتمه] په پېښور کې وکيلانو له عدالتونو پرېکون کړی. وکيلانو دا احتجاج تر هغې وروسته پېل کړی چې پرون [د جنورۍ پر اوومه] په نوتيه کې د پېښور هايي کورټ يو مشر وکيل، نيازبين خان په ډزو ووژل شو. په دې اړه د ځلاند یوسفزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خېبر پښتونخوا د صوابۍ اسما سهېل د سترګو نظر دومره کم دی چې ليک لوست په نه شي کولی خو بيا یې هم په پوهنتون کې لومړې مقام تر لاسه کړی دی. نوموړې د صوابۍ په پوهنتون کې د قانون څانګې زده کونکې ده. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خېبر پښتونخوا په صوابۍ کې د څرمنې د کوټونو او جېکټو کوڼ او ګونګ کاريګر ذيشان خان يواځې په کتلو له خپل استاذ نه د کوټونو جوړولو هنر زده کړی دی. د ذيشان استاذ فاروق خان وايي چې لومړی به ېې د پنجاب په يو کارخانه کې کار کاوه خو د تېرو ۱۴ کالونو راهيسې ېې خپل کار پېل کړی دی.
په تېرو شپږو میاشتو کې د پاکستان یو شمېر ټېلېوېژنونو او اخبارونو سلګونه خبریالان، کیمره چلوونکي او انځورګران له دندو ګوښه کړي دي.
د پاکستان د جمعيت علما اسلام (س) ډلې مشر مولانا سیمع الحق جنازه نن (نومبر دريمه) د خېبر پښتونخوا د نوښار په اکوړه کې ادا شوه. د نوموړي په جنازه کې د خېبر پښتونخوا د وزیر اعلی محمود خان، د دې صوبې ګورنر شاه فرمان، د عوامي نېشنل ګوند مخکښ غلام احمد بلور، د جماعت اسلامي امیر سېنېټر سراج الحق او د نورو
د چارسدې د خيالي کلي فارسه رفيق وايي، له وړوکوالي یې له انځورګرۍ سره مينه لرله. نوموړې اوس مسلکي انځورګري کوي او وايي چې پلار یې ورسره ډېره مرسته کړې ده په ځینې سياليو کې يې جایزې هم ګټلې دي. په دې اړه د ځلاند يوسفزي ویډيويي رپورټ وګورئ.
د خیبر پښتونخوا د صوابۍ عبادالله د نهم ټولګي (کلاس) زده کوونکی دی او د موبایل ټېلېفون اپليکېشنونه یې جوړ کړي دي. په دې اپليکېشنو کې یو یې د هغو خلکو لپاره دی چې لیک لوست نشي کولای او کله چې خبرې وکړي نو اپليکېشن یې ورته لیکي. ويډیويي رپورټ وګورئ.
د پښتون تحفظ تحریک ځېنو مشرانو مشال راډیو ته ویلي، د صوابۍ په جلسه کې به هم خپلې پخوانۍ غوښتنې تکراروي. دوی د ورکو پښتنو تپوس کوي، په وزیرستان کې د ځمکلاندې بمونو پاکولو، د ماوارای عدالت وژنو درولو
د مې پر ۱۳مه په پېښور کې د فعال چرنجیت سېنګ د وژنې ضد مظاهره وشوه. د مدني ټولنې فعالانو له حکومته غوښتنه کړې چې د نوموړي په وژنه کې ککړ کسان دې ونیسي او عدالت ته دې یې وړاندې کړي. سېنګ د مې پر ۲۹مه د پېښور په سکیم چوک کې د وسله والو په برید کې ووژل شو.
تحریک انصاف ګوند د خپلو اتحادیانو سره به شریکه په خېبر پښتونخوا کې پنځه کاله حکومت وکړ. په دې ویډويي راپور کې اورئ او ګورئ چې خلک د تحریک انصاف تېره پنځه کلنه دوره څنګه ګڼي؟ دا ویډیو د مشال همکار ځلاند یوسفزي جوړه کړې ده.
مشال خان د لومړي تلین غونډه د یکشنبې یا اتوار پر مازیګر د صوابۍ په زیدې کلي کې د نوموړي له قبر سره نېږدې جوړه شوې وه. د ۲۰۱۷ز کال د اپرېل پر ۱۳مه په ولي خان پوهنتون کې پارېدلو خلکو مشال خان وژلی وو.
د خالي پر مازیګر په صوابۍ کې د جلسې مشري د پاکستان پوځ یوه پخواني مېجر فضل اکرم کوله. ده جلسې ته په خپله وینا کې وویل چې د قامیت او سمتپالنې په نوم د پاکستان ضد سازشونه روان دي.
د پاکستان موجوده حکومت موده د روانې میاشت پر ۳۱مه ختمېږي او ټاکل شوې چې په جولای کې انتخابات وشي. تر اوسه پورې د نګران وزيراعظم نوم نه دی اعلان شوی خو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې سياسي ګوندونو انتخاباتي کیمپېن پیلکړی.
د بهادر بابا مزار د خیبر پښتونخوا له نوښاره لرې د غرونو په منځ کې دی چې خلک ورته په تنګو، سختو او خرابو لارو ورځي. ځېنې یې چکر ته ورځي، ځېنې یې سلام ته. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
په پېښور کې افغان کډوال سوداګر وايي چې که افغانستان کې د امنيت وضع برابره شي نو سره د خپلو کاروبارونو به زر تر زره هیواد ته ستانه شي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو خپل وطن ته د واپسۍ لپاره هلې ځلې تيزې کړې دي.
په نوملړ کې د نورو ترڅنګ د لشکر جنگوي، جیش محمد، لشکر طیبه، تحریک طالبان پاکستان، پیپلز امن کمېټي، اہل سنت والجماعت، بلوچستان یوناييټډ ارمي، جیش اسلام، داعش (اسلامي دولت)، جماعت الدعوه او فلاح انسانیت فاونډیشن هم شامل دي.
نور وښیئ