د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: افغان کډوال د واپسۍ لپاره شرطونه وړاندې کوي


پېښور کې مېشت افغان کډوال
پېښور کې مېشت افغان کډوال

پېښورـ په پېښور کې افغان کډوال سوداګر وايي چې که افغانستان کې د امنيت وضع برابره شي نو سره د خپلو کاروبارونو به زر تر زره هیواد ته ستانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو خپل وطن ته د واپسۍ لپاره هلې ځلې تيزې کړې دي.

په کوټه کې مېشت افغان کډوال
په کوټه کې مېشت افغان کډوال

د پېښور د بورډ بازار د تاجرانو مشر وايي چې سوداګر د ملک په پرمختيا کې مهم رول لوبولی شي خو د افغانستان حکومت دوی ته اسانتياوې نه ورکوي. حاجي عصمت الله مشال راډیو ته وویل:

((ما دلته په پردي جایداد کې ۳۰ دوکانونه جوړ کړي. دغه پانګه اچونه زه په خپل وطن کې هم کولی شم خو حکومت راسره مرسته نه کوي. هلته موږ ته څوک خپل حق نه راکوي، حکومت راته زمکې نه راکوي.))

بلخوا پېښور کې د افغانستان جنرل کونسل معین مرستیال وايي چې د کډوالو ځای پر ځای کول او ورته اسناتياوې ورکول د افغان حکومت په لومړيتوبونو کې ده.

(( په ځینو سیمو کې د بد امنیو له وجې حکومت نه دی توانیدلی چې د ستنیدونکیو کډوالو لپاره پروژې پرانیزي، خو زه کډوالو ته ډاډ ورکوم چې حکومت د دوی سره د هر راز مرستو لپاره چمتو دی. ))

د پاکستان وفاقي کابینې کډوالو ته یو میاشت وخت ورکړی او د سافران وزارت ته یې سپارښتنه کړې چې د جنورۍ تر پایه دې د افغان کډوالو واپسي یقیني کړي.

  • انځور سایز

    ځلاند یوسفزی

    ځلاند یوسفزی په پېښور کې د مشال راډیو خبریال او د ویډیويي مطالبو اېډېټر (مدیر) دی. هغه پر بېلابېلو موضوعاتو غږیز، لیکلي او ویډیويي راپورونه او مستند فلمونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG