د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ناقانونه ډلو د چندو ټولولو د مخنیوي اقدامات کوي


د چندو ټولولو د مخنیوي په اقدام کې د حافظ سعید تنظیمونه هم شامل دي.
د چندو ټولولو د مخنیوي په اقدام کې د حافظ سعید تنظیمونه هم شامل دي.

پېښور - د پاکستان حکومت د هېواد په يو شمېر ورځپاڼو کې د هغو ۷۲ ډلو د نومونو يو فهرست خپور کړی چې بنديزونه يې ورباندې لګولي دي.

حکومت له پاکستانيو وګړو غوښتي چې له دغو ډلو سره مالي مرستي و نه کړي.

په ورځپاڼو کې خپور شوي حکومتي اعلان کې خبرداری ورکړل شوی چې تر بنديز لاندې ډلو ته مالي مرستې ورکوونکي کسان به سزا کېږي.

په نوملړ کې د نورو ترڅنګ د لشکر جنگوي، جیش محمد، لشکر طیبه، تحریک طالبان پاکستان، پیپلز امن کمېټي، اہل سنت والجماعت، بلوچستان یوناييټډ ارمي، جیش اسلام، داعش (اسلامي دولت)، جماعت الدعوه او فلاح انسانیت فاونډیشن هم شامل دي.

خو د فلاح انسانیت بنسټ مشر حافظ عبدالرووف وايي، د دوی پر ډلې د بندیز خبرونه ناسم دي. ده وویل، فعالیتونه یط د پخوا په څېر روان دي.

تېره اوونۍ رویټرز خبري اژانس په خپل یو رپورټ کې ویلي ول چې پاکستان هڅه کوي چې د جماعت الدعوه د مشر حافظ سعید د خیرښېګړې او ټولنیزو چارو ډلې وتړي.

فلاح انسانیت فاونډېشن هم د سعید له تنظیمونو څخه دی.

پر سعید ملګرو ملتونو او امریکا بندیزونه لګولي او ورباندې تور دی چې د ۲۰۰۸ز کال د ممبۍ بریدونو پلان یې جوړ کړی وو. دی دا تور ناسم بولي.

د چارو شنونکی او خبریال شمیم شاهد وايي، پاکستان ښايي د چندو پر ټولولو د بندیز دا اقدام د نړیوال فشار له کبله پورته کړی وي.

البته دی ګڼي چې دا اقدامات اغېزناکه نشي ثابتېدای او ورته د شک په سترګه ګوري.

خو د پاکستان د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو په بیا بیا ویلي چې د ترهګرۍ او سختدریځۍ ختمولو ته ژمن دي او بې له توپیره د وسله والو او سختدریځه ډلو پر ضد عملیات کوي.

  • انځور سایز

    ځلاند یوسفزی

    ځلاند یوسفزی په پېښور کې د مشال راډیو خبریال او د ویډیويي مطالبو اېډېټر (مدیر) دی. هغه پر بېلابېلو موضوعاتو غږیز، لیکلي او ویډیويي راپورونه او مستند فلمونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG