د لاسرسي ځای

تازه خبر

''د پاکستان حکومت دي نور زموږ د صبر امتحان نه اخلي''


په شمالي وزیرستان کې د جرګې یوه څنډه
په شمالي وزیرستان کې د جرګې یوه څنډه

د شمالي وزيرستان د اتمانزو وزيرو جرګې دويمه غونډه نن – د شنبې – په ورځ میران شاه ته نژدې په عیدګاه سیمه کې وشوه.

بنو: د شمالي وزيرستان د اتمانزو وزيرو جرګې دويمه غونډه نن – د شنبې – په ورځ میران شاه ته نژدې په عیدګاه سیمه کې وشوه.

د جرګې غړو له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې دوی امن غواړي او حکومت دي له دوی سره په شمالي وزیرستان کې پر روانو حالاتو خبرې وکړي.

په دې غونډه کې د اتمانزۍ وزیرو او داوړو د مشرانو تر څنګ په لوی شمېر ځايي خلکو هم ګډون کړی وو.

قبایلي مشرانو مشال راډیو ته وویل چې په جرګه کې د شریکو خلکو شمېر پر دې سر بېره شاوخوا پنځه زره وو چې په ځینو سیمو کې پر ګرځېدو بندیز وو.

د جرګې د مشرانو په وینا ، دوی په خپله سیمه کې امن غواړي او د پاکستان حکومت ته وايي چې نور دي پر روانو حالاتو د دوی د صبر امتحان نه اخلي.

د جرګې ګډون والو په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو ، د روانې ناامنۍ او د قانون پر نیشتوالي خبرې اترې شوې دي.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:25 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG