د لاسرسي ځای

تازه خبر

جیو ټي وي بندېږي خو پر حامد میر د برید پلټنې نه کېږي


د جیو خبریال حامد میر
د جیو خبریال حامد میر

د بخښنې نړۍواله اداره «امنېسټي انټرنېشنل» وایي، دوی په پاکستان کې د جیو په بندولو او پر خبریالانو حملو سخت اندیښمن کړي دي، او د پاکستان حکومت ته یې ویلي باید خپل پام پر خبریالانو حملو ته هم واړوي، او د دغه حملو ازادې پلټنې وکړي.

د بخښنې نړۍواله اداره «امنېسټي انټرنېشنل» وایي، دوی په پاکستان کې د جیو په بندولو او پر خبریالانو حملو سخت اندیښمن کړي دي، او د پاکستان حکومت ته یې ویلي باید خپل پام پر خبریالانو حملو ته هم واړوي، او د دغه حملو ازادې پلټنې وکړي.


د بخښنې نړۍواله اداره وایي، په جیو بندیزونه لګول په پاکستان کې پر صحافت یوه حمله ده، او دوی د اظهار په ازادۍ د داسې بندیزونو غندنه کوي.

په دغه چینل له هغه وروستو بندیزونه ولګېدل کله چې په خبریال حامد میر د حملې تور د دغه هیواد په استخباراتي ادارې ای اېس ای ولګېد او جیو دغه خبر خپور کړ.

د امنېسټي انټرنیشنل د پاکستان یو څیړونکی مصطفا قادري مشال ریډیو ته وایي دوی په جیو بندیزونو او په خبریالانو وروستیو حملو سخت اندېښمن کړي دي....

«موږ زیات پر دې اندېښمن یو چې ټول پام په جیو بندیزونو ته ورکړل کېږي، او دغې اړخ ته هیڅ توجو نه ورکړل کیږي، چې په حامد میر چا حمله کړې، او یا په نورو خبریالانو د حملو شا ته د چا لاس دی. ځکه چې په پاکستان کې اوس د یو خبریال په توګه کار کول په نړۍ کې یو خطرناک کار دی. په ټول جهان کې د میډیا په ازادۍ یقین ساتل کېږي، ځکه چې میډیا خلکو ته مالومات ورکوي، او د بشري حقونو له سرغړونو یې خبروي. په میډیا حمله د یوې ټولنې د بشري حقونو پر کار حمله ده، او ځکه موږ د جیو بندولو په فیصله ډېر اندېښمن یو.»


په پېښور کې د جیو ټي وي یو خبریال محمود جان بابر وایي په جیو بندیزونه نه یوازي په دغه هیواد کې د اظهار په ازادۍ قدغن لګول دي، بلکې له دې سره د دوی د کار نور ملګري هم د امنیت پشمول د یو شمیر مسلو سره وړاندې دي.

د امنېسټي انټرنیشنل د پاکستاني چارو څیړونکی مصطفا قادري وایي دوی په دې اړه د پاکستان د حکومت سره هم خپلې اندیښنې شریکې کړي دي.

«موږ وزیر اعظم نواز شریف ته تیره اونۍ یو پرانیستی لیک هم لېږلی وو، چې پر خبریالانو د حملو څیړنې دي وکړي، موږ دغه خط د خبریال سلیم شهزاد د دریم تلین په مناسبت لېږلی وو، چې په ۲۰۱۱م کال کې وژل شوی دی. موږ وزیراعظم ته دا هم ویلي خپله هغه ژمنه دې سر ته ورسوی، او په مرکزي او صوبایي سطحه دي د دغه پېښو د پلټنو لپاره سرکاري وکیل وټاکي، چې له پوځه هم د تپوس اختیار ولري. او باید خبریالانو ته روزنه ورکړي، چې څنګ به د داسې حملو مخه نیسي. زه په دې باره کې د مرکزي وزیر پرویز رشید سره هم ملاو شوی یم. پر دې کې څه دعوې داسې هم راغلی چې په ځینو خبریالانو په حملو کې استخباراتې ادارې لاس لری. موږ له حکومت سره رابطه کې یو چې د دغه پیښو پلټنې دې وکړي»

په جیو ټي وي په دې تیرو ورځو کې دا تور هم ولګیدو چې د سهارې په یو پروګرام کې یي صوفیانه کلام د یو واده په تقریب کې پیش کړ، او د مذهب سپکاوی يي وکړ، چې دغې دا مسله نوره هم زیاته کړه، او د جیو ټي وي د بندولو یو سبب وګرځېد.
XS
SM
MD
LG