عظمت علي شاه په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو او د خلکو د ژوند ژواک په اړه راپورونه جوړوي.
د پېښور په عمران خان کرکټ لوبغالي کې ۲۰ کاله وروسته د کرکټ ملي سيالۍ پيل شوې دي. د مارچ پر اوومه د نيشنل ټي ټونټي په نوم پيل شويو د غو ۲۰ اووره سياليو کې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي
د خیبر ضلعې د لواړګي (لنډيکوتل) اوسېدونکی اجمل خان له هغو کسانو څخه دی چې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ د نښتو له وجې بې کوره شوی دی. نوموړی، د هغه ورور او زوی په وروستیو کې د نښتو پر مهال پر کور د هاوان مرمۍ لګېدو په پېښه کې ژوبل شول او کور یې ړنګ شو. ویډيويي رپورټ.
په پاکستان کې د تيلو د څار ادارې د مارچ پر اوومه د تيلو بيي يو ځل بيا پورته کړې دي. د یادې ادارې له تازه پرېکړې سره د پیټرولو د یو لیټر بیه ۳۲۲ او د ډیزلو د یوه لیټر بیه ۳۳۷ ته رسېدلې ده. د مشال راډیو خبریال عظمت علي شاه په مردان کې له عامو خلکو سره غږېدلی دی.
بورۍ له امله اوس مردان ته کډه شوی او هلته د ډبرو په یو کارخانه کې مزدوري کوي. دی وايي له مزدوریو سره یې خپله لوبه هم جاري ساتلې ده. د مشال راډیو خبریال عظمت علي شاه ورسره غږېدلی دی.
د پیښور پوهنتون استادانو د فبرورۍ له نهمی د زدکړو او نورو چارو احتجاجی بايکاټ کړی دی. دوی وايي، پوهنتون ورته پر وخت تنخا نه ورکوي او نه ورته په نوکریو کې ترقي ورکوي. زدکونکي وايي صوبايي حکومت دې دا مسله هواره کړي چې زده کړې یې متاثره نه شي.
د اپوزیشن ګوندونو اتحاد، تحريک تحفظ ايين پاکستان، د فرورۍ پر اتمه، د هغه ملک په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجونه او کاربندیز وکړ. دوی هغه نېټه له دې امله توره ورځ یاده کړه چې په وينا یې، په ۲۰۲۴ کال کې په عمومي انتخاباتو کې درغلي شوې وه.
د پاکستان وفاقي حکومت په خیبر پښتونخوا کې مېشتو افغانانو ته یوه اوونۍ وخت ورکړی دی چې په خپله خوښه دې هېواد ته ستانه شي که نه په زور به یې ولېږدوي. حکومت تېره اونۍ وویل، اوسمهال د خیبر پښتونخوا له ۴۲ څخه یې په یوازې اووه پنډغالو (کیمپونو) کې افغانان مېشت دي. ویډيويي رپورټ.
په خیبر پښتونخوا کې تر ۲۱ کلونو د کم عمر لرونکو لوبغاړو ترمینځ سیالۍ روانې دي. دا سیالۍ چې د خیبر پښتونخوا د سپورټي چارو ادارې تنظیم کړې دي، د فبرورۍ پر څلورمه پیل شوې چې پکې تر ۵،۰۰۰ زیات نارینه او ښځینه لوبغاړي برخه اخلي او د صوبې په بېلابېلو ښارونو کې کېږي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
له خیبر پښتونخوا د یوشمېر بې درکه کسانو خپلوانو په پېښور کې د خبریالانو مرکز مخې ته مظاهره کړې ده او له حکومته یې عدالتونو ته د هغوی وړاندې کولو غوښتنه کړې ده. چارواکو لا د مظاهرچیانو د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي. ویډيويي رپورټ.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمينځ تر وروستي کړکېچ او ترينګلتيا وروسته پر ډیورنډ کرښه د دواړو هېوادونو ترمينځ د تګ راتګ لارې تړل شوي چې له امله يې په پاکستان کې د تازه سبزيو او مېوو پر کاروبار منفي اغېز کړی دی.
په پېښور کې د خيبر پښتونخوا د بلدياتي ادارو استازو د پیسو نه ترلاسه کېدو ضد يو ځل بيا احتجاج کړی دی. تر اوسه صوبايي حکومت د دې راپور تر برابرېدو پورې د بلدياتي استازو غوښتنو ته ځواب نه دی ويلی.
په ۲۰۲۵ کې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د نور پاکستان په پرتله ناامني ډېره وه
په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت د بې اسناده او اسناد لرونکو افغانانو ایستلو ته دوام ورکړی دی، د مردان په یو پنډغالی (کیمپ) کې له ۵۰۰ څخه اوس یوازې دوه کورنۍ پاتې دي، نورې ټولې افغانستان ته تللې دي. ویډيويي رپورټ.
په مردان کې په یوه کلیسا کې مسیحیان (عیسویان) په پښتو ژبه عبادت کوي او پادریان ورته خطبې هم په پښتو کې کوي. د کلیسا مرستیال پادري وايي، هغه کلیسا په ۱۹۳۶ز کال کې جوړه شوې وه او پکې مسیحیان له ۱۹۳۹ز راهیسې عبادت کوي. تفصیل په دې ویډيويي رپورټ کې.
پاکستان د اکتوبر په میاشت کې تر هغه وروسته له افغانستان سره لارې وتړلې چې پوځيانو یې د افغان طالبانو د حکومني ځواکونو سره نښتې وکړې. کرندګر وايي هغه لارې بايد پرانیستل شي.
په خيبر پښتونخوا کې د ورځپاڼو اېجنسۍ او خرڅوونکي وايي، د موبایل او انټرنېټ له راتلو سره يې کاروبار ورځ تر بلې پر کمېدو دی. په مردان کې د یو اخبار پلورونکی وايي چې اوس یوازې په دې کار د کور اړتیاوې نه شي پوره کولای بلکې ورسره یې دوکان هم پرانیستی دی. ویډيويي رپورټ.
د مردان تخت بایي ځینې سیمو اوسېدونکي وايي چې د د څکلو د پاکو اوبو د نیشتوالي له وجې ځينو کورنیو نورو سيمو ته کډې کړې دي. دوی وايي چې د اوبو د وروړلو لپاره یې دوه ټانکران اخیستې دي چې کور پر کور اوبه وېشي چې د دوی په خبره، بیا هم یې ضرورت نه پوره کوي.
پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د خپل بنسټګر او پخواني وزیراعظم عمران خان خوشې کولو لپاره د پیل کړي غورځنګ په لومړۍ جلسه کې له ریاسته غوښتنه کړې چې نه یوازې هغه بلکې ټول سیاسي بندیان دې ژر تر ژره خوشې کړي. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
په پېښور کې د نجونو ترمینځ د لوبو سیالۍ چې د نومبر پر ۲۶مه پیل شوې وې، د ډېسېمبر په لومړۍ نېټه پای ته ورسېدې.
نور وښیئ