منځني ختیځ جګړه: پښتونخوا حکومت سي اېن جي پمپونه تړلي دي
د خیبر پښتونخوا حکومت په اختر کې په کورونو کې د ګیس اړتیاوو پوره کولو لپاره د مارچ تر ۲۳مې پورې په ټوله صوبه کې سي اېن جي پمپونه تړلي دي. حکومت وايي، له ایران سره د اسراییلو او امریکا د جګړې له وجې پاکستان ته د مایع پېټرولییم ګیس یا اېل پي جي واردات (درامد) بند شوي نو ځکه دې اقدام ته اړ شو. د دې له وجې په خیبر پښتونخوا کې د مساپر لېږدوونکو ګاډو کاروبار اغېزمن شوی دی. ویډیويي رپورټ.