د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر حکومتي امر وروسته د مردان له جلاله اخرۍ کډې روانې دي


تر حکومتي امر وروسته د مردان له جلاله اخرۍ کډې روانې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:11 0:00

د پاکستان حکومت په خیبر پښتونخوا کې مېشتو افغانانو ته یوه اوونۍ وخت ورکړی دی چې په خپله خوښه دې هېواد ته ستانه شي که نه په زور به یې ولېږدوي. حکومت تېره اونۍ وویل، اوسمهال د خیبر پښتونخوا له ۴۲ څخه یې په یوازې اووه پنډغالو (کیمپونو) کې افغانان مېشت دي. تر دې امر وروسته د مردان د جلاله په کیمپ کې دېره وروستیو افغان کورنیو هېواد ته ستنېدل پیل کړي دي. اسلام اباد له ۲۰۲۳ز کال راهیسې لکونه افغانان هېواد ته لېږدولي دي. په مردان کې مېشت افغانان وايي، په خپلو لاسونو جوړ کورونه په خپلو لاسونو ړنګوي او وطن ته ستنېږي. ویډيويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG