بشیر احمد ګواښ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان او پاکستان پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راپورونه جوړوي.
نوموړي د بیان ازادۍ په اړه د "مشال انلاین" په ګډون یوشمېر اوونیزې خپرونې جوړې کړې دي. د مشال انلاین ټولې برخې دلته موندلای شئ.
د ګواښ د اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه دا ده او پر فېسبوک یې هم تعقیبولای شئ.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) پر خپله ووبپاڼه ویلي چې د هغې ورځې د لمانځلو په ترڅ کې هېوادونو ته وریادوي چې د کډوالو حقونه بايد خوندي وساتل شي.
د لکي مروتو پولیسو د ډېسېمبر پر ۱۶مه نېټه رسنيو ته په لېږدولو معلوماتو کې وويل چې هغه پولیس سرتېری د پولیو واکسني ډلې د امنيت ساتنې تر دندې وروسته له خپل ورور سره کور ته روان وو چې موټرسايکل سپرو وسلوالو ورباندې ډزې وکړې.
د بشري حقونو هغه نړیوال سازمان د ډېسېمبر پر ۱۶مه په يو بیان کې وویل چې د نړیوالو قوانينو له مخې، پناه غوښتونکي په زور نه شي ایستل کېدلی نو چې هر هېواد هغه کار کوي، غیرقانوني دی.
د پاکستان تحريک انصاف ګوند غړي او صوبايي وزير امجد علي د ډیسمبر پر ۱۵مه، د اسمبلۍ په غونډه کې د وينا په وخت تور پورې کړ چې د پاکستان وفاقي حکومت او امنيتي ادارو د ښو او بدو وسله والو پالیسي نه ده بدله کړې نو ځکه پوځي عمليات ګټه نه لري.
په اسټراليا کې تر برید وروسته صورتحال: حکومت د بریدګرو پيژندګلوي په ډاګه کړې ده
د پاکستان پوځ یو عدالت د استخباراتي ادارې ای اېس ای پخوانی مشر جنرال فيض حميد ته د ۱۴ کلونو بند سزا اورولې ده. هغه لومړی پاکستانی لوړپوړی چارواکی وو چې ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د افغان جمهوري حکومت تر چپه کېدو او کابل ته د طالبانو تر ننوتو وروسته هلته ورغلی وو.
په انډونیشیا (انډونیزیا) کې سېلابونو او د ځمکې ښویېدو په پېښو کې د وژل شویو شمېر تر ۷۰۰ زیات شوی دی او زرګونه کورونه یې وران کړي دي. په دې اړه د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.
په تاجکستان کې پر چينايانو بریدونه چا او څنګه وکړل؟
نقوي دا و نه ویل چې په پاکستان کې د افغان کډوالو څومره کیمپونه پاتې دي خو زیاته یې کړه چې حکومت د ټولو پنډغالو د تړلو پرېکړه کړې ده. نقوي وویل، د ۲۰۲۵ز کال تر سېپټېمبره یې شاوخوا ۱.۶ مېلیونه افغانان له پاکستانه ایستلي دي.
د نومبر پر ۳۰مه د شوې جرګې ګډونوال سیاستوال او یو ولسي مشر ګل کريم خان د پرېکړه ليک اورولو پر وخت وويل چې حکومت دې امن راولي او د باج (قلنګ) اخیستو مخه دې ونیسي.
مولانا فضل الرحمان تور پورې کړ چې په پاکستان کې پوځ هر څه په خپله "قبضه" کې اخیستې دي، نه قبايل او نه هم "جمهوريت اهميت" لري.
د پاکستان شماریاتو ادارې پر خپله ووبپاڼه شمېرې خپرې کړې چې له مخې یې په پاکستان کې ۱۸۰ مېلیونه خلک د کار کولو د عمر دي. په دوی کې د اتو مېلیونو بې روزګارو خلکو ترڅنګ ۱۱۸ مېلیونه هغه خلک دي چې بې تنخا کار کوي چې پکې په کورونو کې کارکوونکي، د ماشومانو خیال ساتونکي او اوبه وړونکي شامل دي.
په اسټراليا کې د مسلمان کډوالو د مېشته کېدو مخالفه، يوه سیاستواله پاولېن هينسن تر هغه وروسته د خبرونو سرټکې شوه چې په برقه یا چادري کې پارلېمان ته ورغله او د پردې په کولو یې د بندیز قانوني مسوده وړاندې کړه.
عزیزي وویل، اوس افغانان د کراچۍ پر ځای د ایران د چابهار بندر، چې د هند په مرسته جوړ شوی، له لارې له نړۍ سره سوداګري پرمخ بیايي.
د پاکستان په ايين کې ۲۷م ترمیم او د پوځ واکونه
۲۰ کلونو راهیسې ۳۰،۰۰۰ ماشومان له داسې تشدد سره مخامخ شوي دي. په نايجېریا کې دا پديده ولې عامه ده او او مخنیوی یې څنګه کېدلی شي؟ ځواب یې د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
نور وښیئ