ملګرو ملتونو د کډوالو د نړيوالې ورځې په مناسبت ويلي چې د ۲۰۲۵ز کال تر نومبر پورې شمېرې ښيي چې په ټوله دنيا کې ۱۱۷.۳ مېلیونه خلک کډوال دي.
د کډوالو نړیواله ورځ هر کال د ډېسمبر پر ۱۸مه لمانځل کېږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) پر خپله ووبپاڼه ویلي چې د هغې ورځې د لمانځلو په ترڅ کې هېوادونو ته وریادوي چې د کډوالو حقونه بايد خوندي وساتل شي.
يو اېن اېچ سي ار د کډوالو په اړه بېلابېلې شمېرې په لاندې ډول وړاندې کړې دي.
| په هېوادونو کې دننه بې کوره شوي (داخلي کډوال) | ۷۳.۵ مېلیونه |
| نورو هېوادونو ته کډه شوي | ۳۶.۴ مېلیونه |
| د پناه غوښتنې په حال کې | ۸.۴ مېلیونه |
| نړیوال خونديتوب ته اړ | ۶.۱ مېلیونه |
ملګرو ملتونو همداراز ويلي چې ډېری کډوال په غریبو هېوادونو کې مېشت دي او په پاکستان کې یې د افغان کډولو ذکر کړی چې په وينا یې، په وروستيو کې یې کړاوونه ډېر شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ويلي چې د نومبر تر مياشتې پورې لږ تر لږه ۲.۵ مېلیونه افغانان افغانستان ته ستانه شوي چې اکثريت يې په زور له ايران او پاکستانه ایستل شوي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) د ډېسېمبر پر ۱۶مه په يوه خبرپاڼه کې پر پاکستان، ایران او نورو هېوادونو غږ کړی وو چې نړیوالو قوانينو ته په پام دې افغانان په زور هېواد ته نه ستنوي. د هغه سازمان په وینا، هېوادونه باید له نړیوالو قوانینو سره سم عمل وکړي او هغه قوانین "د هر هغه کس جبري ستنول چې په خپل هېواد کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو له واقعي خطر سره مخامخ وي، منع کوي."
ایمنسټي انټرنیشنل پر ځينو اروپايي هېوادونو هم نیوکې کړې چې ځينې افغانان یې په جبري ډول ایستلي دي. په بیان کې راغلي په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا د بشري حقونو تروړل مستند شوي دي، بیا هم جرمني، اسټریا (اتریش) او په ټوله کې اروپایي ټولنې له طالب چارواکو سره د جبري ستنولو د اسانتیا په اړه خبرو ته مخه کړې ده.
په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ګڼ افغانان پاکستان ته ولاړل چې له هغه ځایه نورو هېوادونو کې پناه واخلي. په هغو کې ډېر یې خبریالان، مدني فعالان، هنرمندان، سیاستوال او پخواني افغان سرتېري ول. هغوی دريځ لري چې په تېر جمهوري حکومت او له نړیوالو ادارو سره د کار له امله یې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې ژوند خوندي نه دی.
پاکستان او ایران له ۲۰۲۳ز کال راهیسې د افغانانو ایستلو ته زور ورکړی دی. پاکستاني چارواکي د خپل دې ګام لپاره دلیل وړاندې کوي چې په ملک کې یې امنیتي حالت خراب دی نو ځکه هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې ژوند وکړي.