فيض حميد: د ای اېس ای له مشرۍ تر زندانه
د پاکستان پوځ یو عدالت د استخباراتي ادارې ای اېس ای پخوانی مشر جنرال فيض حميد ته د ۱۴ کلونو بند سزا اورولې ده. هغه لومړی پاکستانی لوړپوړی چارواکی وو چې ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د افغان جمهوري حکومت تر چپه کېدو او کابل ته د طالبانو تر ننوتو وروسته هلته ورغلی وو. ځينۍ ملتپال ګوندونه پر هغه او پخواني وزيراعظم عمران خان په قبايلي سیمو کې د وسلوالو د مېشتولو د پلان جوړولو تور هم پورې کوي. د پاکستان پوځ وايي، فیض حميد له خپل واکه ناوړه ګټه اخیستې او په سیاست کې یې لاسوهنه کوله. خو پوځ دا نه دي ويلي چې نوموړي هغه کارونه د هغه مهال د پوځي ادارې د پالیسۍ او که په شخصي توګه کول. د رویټرز اژانس او پاکستان حکومتي ادارو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.