پاړه چنار کې د چاودنې ضد پرلت پای ته ورسېد

په ۲۰۱۷ز کال کې له توري مارکېټ سره چاودنو لسګونه کسان وژلي ول

د کورمې په پاړه چنار کې تر چاودنې وروسته په ښار کې د خلکو احتجاج پر دویمه ورځ پای ته ورسېد.

امنیتي او روغتیايي چارواکي وايي، د جولای پر ۲۳مه له توري مارکیټ سره نېږدې په چاودنه کې ۱۷ کسان ژوبل شول چې پکې یې د ځینو روغتیايي حالت خراب وو.

مظاهره کوونکي د جولای پر ۲۴مه تر ماسپښینه د پاړه چنار د خبریالانو مرکز مخې ته پر سړک ناست ول او له حکومته یې غوښتي ول چې د پېښې پلټنه وکړي او ذمه وار کسان د قانون منګولو ته وسپاري.

په احتجاج کې شامل شفیق مطاهري مشال راډیو ته وویل، احتجاج یې تر هغې وروسته پای ته ورساوه چې د جرګې مشرانو ورته د سیمې د امنیت ټینګښت ضمانت ورکړ.

په عین وخت کې په قامي اسمبلۍ کې د کورمې استازي ساجد حسین توري مشال راډیو ته ویلي چې حکومت د خلکو د ځان او مال د خوندیتوب د ساتنې هڅې کوي او غواړي چې هره مسله د خبرو له لارې حل کړي.

د کورمې پولیسو په وینا، د جولای پر ۲۳مه بارود د سبزیو په رېړه کې ایښوول شوي ول.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

د پرلتوالو څرګندونې

یو احتجاج کوونکی شفیق توری پوښتنه کوي چې د ښار دا برخه چې د پټو کیمرو له لارې څارل کېږي پکې څنګه دا ډول پېښې کېدای شي؟

د سیمې یو بل احتجاج کوونکي زاهد حسین وايي، که د چا دا مقصد وي چې په داسې ناوړه پېښو خلک وځوروي او ویې پاروي، نو په وینا یې دا کړنې دې ودروي ځکه چې "خطرناکې" نتیجې لرلای شي.

د ۲۰۱۷ز کال د جون پر ۲۳مه هم له توري مارکېټ سره نېږدې دوه چاودنې شوې وې چې وروسته د پاړه چنار ښار امنیت ذمه واري پوځ ته وسپارل شوه.

په هغو چاودنو کې تر ۲۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ-ژوبله اوښتې وه.

له هغه وخت راهیسې د ښار امنیتي وضع په ټولیزه توګه ښه وه خو د ۲۰۲۰ز کال د جون پر ۲۲مه یوه چاودنه وشوه چې پکې دوه کسان ژوبل شول او شاوخوا یوه میاشت وروسته بله چاودنه وشوه چې د سیمې اوسېدونکي یې اندېښمن کړي دي.