د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاړه چنار کې چاودنې دوه تنه ژوبل کړي


د کورمې په پاړه چنار کې چاودنه نن دوشنبه تر غرمې مخکې له عيدګاه مارکيټ سره جوخت په مزدور چوک کې شوې ده چې پکې دوه ځايي کسان ژوبل شوي دي.

یوه امنيتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال ريډيو ته وويل ژوبل کسان یې رغتون ته رسولي او دواړو حالت له خطره بهر دی.

هغه دا هم وويل، ښايي دا چادونه په ريموټ کنټرول شوي وي.

تراوسه د دغې پېښې ذمه واري چا نه ده قبوله کړې.

بلخوا د اتوار په ورځ پاکستانيو چارواکو ویلي چې په شمالي وزیرستان کې له وسله والو سره په نښته کې د یوه پاکستاني پوځي افسر په ګډون دوه عسکر وژل شوي او دوه نور ‌‌‌ژوبل شوي دي. د پوځ د وینا ترمخه په نښنه کې یې یو وسله وال هم وژلی دی.

د دغه برید مسولیت د وسله والو دوو ډلو پاکستانی طالبانو او حزب الحرار په غاړه اخېستې دی.

په روانه جون میاشت کې دا څلورم وسله وال برید دې چې په شمالی وزیرستان کې په امنیتي ځواکونو ترسره کیږی.

نېږدې یوولس ورځې وړاندې د شمالي وزیرستان ميرعلي تحصیل د خېساره په کتيرا سیمه کې نامعلومو وسله والو د پوځ په ګاډي ډزې کړي وې چې پکې يو سرتيری وژل شوی وو. هم په دغه ورځ د میرعلی په ایسوړۍ سیمه کې وسله والو یو پوځي چيک پوست په بمي چاودنه الوځولی وو او تر دغه برید دوه ورځې وړاندې هم د شمالي وزیرستان په تپۍ سیمه کې پر یوه پوځي ګاډي ریموټ کنټرول بمي چاودنې دوه عسکر وژلي او څلور نور یې ژوبل کړي ول.

XS
SM
MD
LG