د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ مشر د پاڼه چنار امنیت ذمه واري اخېستې


د کورمې په پاڼه چینار کې د پوځ مطبوعاتي دفتر ویاند اصف غفور ویلي، د پاکستان پوځ مشر جنرال جاوید قمر باجوه له احتجاجیانو او ځايي مشرانو سره په لیدو کې د امنیت او هلته ولس ته د خوندیتوب ورکولو ذمه واري اخېستې ده.

ده دا خبره له میډیا سره په داسې حال کې کړې چې د پوځ مشر جنرل جاوید قمر باجوه د جمعې په ورځ په پاڼه چینار کې د احتجاجیانو پر غوښتنه هلته تللی.

لیفټینیټ جنرال اصف غفور وايي، د پاڼه چینار ښار پشمول د ټول ملک حفاظت د پوځ ترجیحاتو کې دي. هغه وویل، د ټول پاکستان خلک برابر دي. د احتجاجیانو چې کومې غوښتنې دي، په هغو کې ځينې سیاسي دي خو چې کومې د امنیت له پلوه دي، د پوځ مشر د هغې جاج اخېستو حکم ورکړی دی، تاسو ګوری چې د پوځ اضافي دستې هلته وروړل شوې دي او د ښار خوندیتوب په نامه یوه امنیتي پروژه هم روانه ده او پر هغه به ښه کاروایي کېږي.

په پاڼه چینار کې له تېرې جمعې راهیسې د ښار اوسېدونکیو په پې اې چوک کې خپلې احتجاجي ناستې ته دوام ورکړی دی.

له سیمې د رارسېدلیو راپورونو ترمخه، په ښار کې روان پرلت یا دهرنې ته د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان هم ورغلی دی.

د زیارت په ورځ د پیپلز ګوند سېنېټر رحمان ملک پاڼه چینار ته په ورتګ بندیز لګېدلی و چې دا ګام د ګوند مقامي مشر حاجي محمد جمیل په سختو ټکو غندلی دی.

د کورمې د پاڼه چنار خلکو د جون د ۲۳مې چاودنو او بیا په ډزو کې د وژل شویو په یاد د ((شهیدانو شپه)) لمانځلې ده.

د جمعې پر شپه شپه ګڼ خلک هغه ځای ته ورغونډ شول چې پکې چاودنې شوې وې او د وژل شویو په یاد یې شمې بلې کړې.

تر دې وروسته د ښار اوسېدونکو په پي اې څلور لاره کې علامتي تابوتونو ته ماتم وکړ او دوعاګانې یې وکړې.

یوه مشر ملک سراج علي وویل، ((ترهګرو غوښتل)) دوی ((په خپل منځ کې سره وجنګوي او دا سیمه یو ځای بیا ناامنه کړي)) خو داسې و نه شول او هر کس ورسره ((په غم ورشریک شو او دا پېښې یې وغندلې.))

تېره جمعه په پرله پسې دوو چاودنو کې ۸۰ کسان ووژل او ګڼ ژوبل شول. وروسته پر مظاهره کوونکو د ملېشې سرتېرو په ډزو کې څلور کسان ووژل او ۱۲ ژوبل شول.

ملېشه ځواک وايي، پر احتجاج کوونکو یې ډزې نه دي کړې.

له هم تېرې جمعې راهیسې د ښار اوسېدونکو په پي اې څلور لاره کې خپلې احتجاجي ناستې ته دوام ورکړی دی او غوښتنه کوي چې تر هغو چې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف یا د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه نه وي ورغلی، دوی به پرلت وهلی وي.

احتجاج کوونکي پینځه مهمې غوښتنې لري:

  • په ښار کې دې د ملېشه ځواک هغه سرتېري ځای پر ځای شي چې د کورمې وي.
  • انتظامي او امنیتي مشران دې له دندو لرې شي.
  • د چاودنو او ډزو د پېښو پلټنې دې وشي.
  • د پېښې ښکار شویو کورنیو ته دې تاوان ورکړل شي.
  • هغو امنیتي سرتېرو ته دې سزا ورکړل شي چې پر مظاهره کوونکو یې دزې کړې وې.

د اهل تشیع د ځايي تنظیم – انجمن حسینیه – یوه غړي مشال راډیو ته وویل، امکان شته چې د جمعې پر ورځ (د جون ۳۰مه) د پوځ مشر ورشي.

په پاڼه چنار کې د چاودنو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان (انتقام وزیرستان) او لشکر جنګوي العالمي ډلو منلې ده.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG