ملګرو ملتونو د کابل پر دوو ښوونځيو بريدونه "وحشيانه" بللي او هغه يې په "کلکه غندلي" دي.
سازمان د اپرېل پر ۱۹مه په بیان کې ویلي چې پر ښوونځيو وسله وال بريد او يا د مکتبونو شاوخوا ته تاوتريخوالي پېښې ورته هېڅ د منلو وړ نه دي.
د اپرېل پر ۱۹مه د کابل په دشت برچي سيمه کې دوو ښونځیو ته څېرمه په شويو بمي چاودونو کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ۲۰ ټپي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د څانګې مشر رمیز الاکبروف د اپرېل پر ۱۹مه په یوه بیان کې ويلي، د افغانستان ولس "لا له وړاندی ۴۰ کلنې جګړې ځپلی، د دې هېواد ښوونځي بايد د ماشومانو او د هغوی د زده کړو لپاره خوندي ځايونه" واوسي.
الاکبروف غوښتنه کړې چې د دشت برچي پر ښوونځيو د بريدونو عاملين بايد پيدا او عدالت ته وړاندې شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموريت (یوناما) هم د بریدونو غندنه کړې.
دې اداری پر ټوېټر په یوه بیان کې غوښتنه کړې چې په حملو کې ککړ کسان دی عدالت ته وړاندې شي.
UNAMA unequivocally condemns heinous attack on schools in #Kabul today. Those responsible for the crime targeting schools & children must be brought to justice. @UN envoy @DeborahLyonsUN extends deepest sympathies to victims’ families & wishes for speedy recovery for the wounded. pic.twitter.com/lrenTFvRSC
— UNAMA News (@UNAMAnews) April 19, 2022
همداراز د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( اوچا) او د بښنې نړیوال سازمان هم د کابل پر ښوونځيو بمي بريدونه غندلي.
یوشمېر افغان سیاستوالانو لکه پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالله عبدالله او د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې هم د کابل له ښوونځیو سره نېږدې بریدونه غندلي دي.
دا هم وګورئ:
د کابل په پل خشتي جومات کې په چاودنه کې یوشمېر کسان ژوبل شويد کابل په چاودنه کې د ژوبلو شمېر ۵۹ ته رسېدلی، يو تن وژل شوید طالبانو خپلمنځي اختلافات، نوې وسله والې ډلې او د افغانستان راتلونکېد کابل پر تعلیمي مرکزونو تر ټولو خونړی برید په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو تر واکمنۍ نېږدې درې میاشتې مخکې شوی وو. په هغه حمله کې لږ تر لږه ۸۵ کسان، چې اکثره يې نجونه وې، وژل شوي او لسګونه نور زحميان ول.
د کابل پر ښوونځيو د اپرېل ۱۹مې حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې.