د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل په چاودنه کې د ژوبلو شمېر ۵۹ ته رسېدلی، يو تن وژل شوی


چاودنه د اپرېل پر درېیمه په شهزاده سرای کې د ګڼې ګوڼې پرمهال شوې - انځور له ارشیفه
چاودنه د اپرېل پر درېیمه په شهزاده سرای کې د ګڼې ګوڼې پرمهال شوې - انځور له ارشیفه

د کابل اېمرجنسي روغتون وايي، په هغه ښار کې د یکشنبې پر سهار د چاودنې له ځایه ۵۹ ژوبل کسان وروړل شوي دي چې یو یې پر لاره سا ورکړې ده.

روغتون د اپرېل پر درېیمه پر ټوېټر لیکلي چې له ژوبلو څخه یې ۳۳ کسان د درملنې لپاره داخل دي.

تر دې مخکې د کابل د شهزاده سرای مرستیال حاجي داد ګل ویلي ول چې په چاودنه کې لږترلږه ۲۰ کسان ژوبل شوي ول چې پکې د پینځو روغتیايي حالت خراب وو.

بلخوا د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر ټوېټر لیکلي چې هلته "یو غل" د پیسو تښتولو په نیت لاسي بم وغورځاوه. د ده په وینا، طالبان هڅه کوي چې تورن کس ونیسي.

په شهزاده سرای کې چاودنه پر داسې مهال شوې چې د اسعارو بازار او بانکونه د جمعې او شنبې پر ورځ تړلي ول او د یکشنبې پر ورځ هلته ګڼه ګوڼه زیاته وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG