د سعودي عرب د مدینې منورې په نبوي جومات (مسجد نبوي) کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د هغه د پلاوي پرضد د یوشمېر خلکو د نعرو وهلو پېښې پر ټولنیزو شبکو غبرګونونه پارولي دي.
د سعودي عرب د حرمینو شریفینو پر سرکاري ټوېټر پاڼه په بیان کې راغلي چې شریف د اپرېل پر ۲۸مه ماښام مهال نبوي جومات ته ورغی. پر ټوېټر په بیان کې د شریف او سعودي چارواکو انځور هم خپور شوی چې پکې هغوی روژه ماتي ته ناست دي.
پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې کله شریف له وفاقي وزیرانو سره مسجد نبوي ته داخلېږي نو یوشمېر کسان یې پرضد نعرې وهي.
مسجد نبوی میں شہباز شریف کو دیکھ کر لوگوں کے %27چور، چور%27 کے نعرے pic.twitter.com/VQs7I6cikC
— Siasat.pk (@siasatpk) April 28, 2022
د پاکستان ډان ورځپاڼې او جیو نیوز ټېلېوېژن په اسلام اباد کې د سعودي عرب د سفارت د اطلاعاتو څانګې له خولې ویلي دي چې پولیسو د نبوي جومات پېښې په تړاو یوشمېر مشکوک کسان نیولي دي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند یوې مخکښې مشرې او د بشري حقونو د چارو پخوانۍ وزیرې شیرین مزارۍ په مسجد نبوي کې د وزیراعظم او د هغه د پلاوي پرضد د نعرو ویډیو پر ټوېټر شریکه کړې وه او ویلي یې ول چې هغه کسان یې د ګوند پلویان ول. خو وروسته نوموړې ویډیو لیرې کړه او پر ټوېټر یې ولیکل چې په هغه ویډیو کې ځینې "نازېبا الفاظ" کارول شوي ول چې په "ځانګړي ډول د عبادت په ځای کې یې کارول مناسب نه ول."
Imported govt of criminals brought in by US regime change conspiracy met by chants of "thieves" in Madina Sharif.I deleted video tweeted earlier bec heard some abusive words, esp inappropriate in a place of worship.This criminal gang will be shamed by Pakistanis wherever they go
— Shireen Mazari (@ShireenMazari1) April 28, 2022
مزارۍ پر ټوېټر په بیان کې د وزیراعظم په مشرۍ پلاوي ته په اشاره ویلي دي چې هغوی چې "چېرې هم ځي، پاکستانیان به یې شرموي."
نوموړې یو ځل بیا تور پورې کړی چې د پاکستان نوی حکومت د "امریکايي سازش" په نتیجه کې جوړ شوی دی. دا هغه تور دی چې پخواني وزیراعظم عمران خان هم پورې کړی وو او ویلي یې ول چې پرضد یې د پخوانیو مخالفه د عدم اعتماد تحریک د امریکا په ملاتړ په قامي اسمبلۍ کې وړاندې شو.
خو په اوسني حکومت کې شاملو اېتلافي ګوندونو په بیا بیا ویلي چې د خان پرضد یې د عدم اعتماد تحریک د هغه د ناکامه اقتصادي او نورو تګلارو له وجې وړاندې کړی وو.
دا هم وګورئ: د پاکستان پوځ د عمران خان یوشمېر څرګندونې رد کړېواشنګټن هم په بیا بیا ویلي ول چې د "پاکستان د اییني او جمهوري بهیر درناوی" کوي او دا تور ردوي چې ګواکې د عمران خان د حکومت د لیرې کولو هڅې یې کړې دي او یا یې په دې برخه کې د پخوانیو مخالفه ګوندونو ملاتړ کړی دی.
د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه په قامي اسمبلۍ کې د عمران خان ضد د بې باورۍ تحریک بریالی شو او هغه له واکه ګوښه شو. تر هغې یوه ورځ وروسته اسمبلۍ شهباز شریف د هېواد د نوي وزیراعظم په توګه منتخب کړ.
د مسجد نبوي پر پېښه انتقاد
د نبوي جومات تر پېښې وروسته پر ټولنیزو شبکو د تحریک انصاف ګوند پر پلویانو انتقاد شوی دی.
د پاکستان مسلم لیګ (ن) مخکښه سیاستوالانو او وزیرانو مریم اورنګزېب، مفتاح اسماعیل او احسن اقبال په مدینې کې پر شوې پېښې انتقاد کړی دی او پر ټوېټر یې په بیانونو کې دا د نه منلو عمل بللی دی.
د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر او د پاکستان د حکومت په اېتلاف کې شامل سیاستوال مولانا فضل الرحمان پر ټوېټر په بیان کې د پېښې غندنه کړې ده.
د پاکستان یوه نومیالي خبریال سید طلعت حسین پر ټوېټر په یوه لیکنه کې تور پورې کړی دی چې "د مسجد نبوي د سلیقې او کرامت سپکاوی د تحریک انصاف ګوند د مشرانو په لارښوونه" شوی دی چې "خورا ناوړه" عمل وو.
PTI workers%27 desecration of Masjid-e-Nabvi’s decorum is the new low in the party leaders-directed mayhem. It is arguably the most egregious insult to the host country whose state guests were trolled and abused. This is not a small matter. This will have state-level implications.
— Syed Talat Hussain (@TalatHussain12) April 29, 2022
نوموړي همداراز لیکلي دي چې دا عمل د "کوربه هېواد د زښت لوی سپکاوي" په معنا دی چې ښايي "د دولتي کچ پایلې" ولري.
د تحریک انصاف ګوند مخکښ سیاستوال او د اطلاعاتو او خپرونو چارو پخواني وزیر فواد چودري هم په جومات کې د نعرو ویډیو پر ټوېټر شریکه کړې او ورسره یې لیکلي دي چې "هغه کسان چې اوس د حکومت برخه دي چې کله یې ولس" له پارلېمان او حکومتي ودانیو "په زور وباسي" نو بیا به له خپلو "کورونو هم بهر نه شي وتلای."
د چودري د دې ټویټ په ځواب کې د پاکستان جیو نیوز ټېلېوېژن خبریال سلیم ساپي لیکلي چې "په نبوي جومات کې په لوړ غږ پر خبرو کولو هم بندیز دی او دا یوه لویه ګناه" بلل کېږي.
مسجد نبوی میں اونچی آواز سے بار کرنے کی بھی ممانعت ہے۔ سنگین گناہ ہے۔ امید ہے آج رات مولانا طارق جمیل اور تمام پاکستانی علما اس کی مذمت کریں گے۔ جو کچھ ہوا وہ مسجد نبوی کی توہین کے مترادف ہے اور کوئی عاشق رسول پی ٹی آئی کی اس حرکت پر خاموش نہیں رہ سکتا۔ https://t.co/H9LKsnPWOu
— Saleem Safi (@SaleemKhanSafi) April 28, 2022
ساپي زیاته کړې چې هغه پېښه "د مسجد نبوي د سپکاوي" معنا لري.
د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني مشر شاهد اپرېدي هم پر ټوېټر په بیان کې انتقاد کړی دی چې "د سیاسي دښمنیو" لپاره خلکو د هغه جومات "حرمت هېر کړ" چې له وجې یې "د پاکستان نوم ته زیان" رسېدلی دی.
یہ وہ جگہ ہے جہاں آواز بلند کرنے کی بھی ممانعت ہے مگر ہم اپنی سیاسی دشمنیاں نبھانے کے لئے حرم کی حرمت تک بھول گئے۔ریاست مدینہ کے تقدس سے بھی منکر ہو گئے۔نعرے لگانے والوں کی پہچان تو ہو جائے گی لیکن پاکستان کی شناخت کو آج ناقابل تلافی نقصان پہنچا ہے۔ pic.twitter.com/GesGxrftQE
— Shahid Afridi (@SAfridiOfficial) April 28, 2022
له دې پرته پر ټوېټر لسګونه ولسي وګړو هم په لیکنو کې په هغه جومات کې پر شوې پېښې خپګان ښوولی دی.
مکه او مدینه د مسلمانانو له تر ټولو سپېڅلو ځایونو ګڼل کېږي او هلته په مسجد الحرام او مسجد نبوي کې د عبادتونو، حج او عمرې لپاره ځانګړي مقررات او اداب دي چې د سرغړونې په صورت کې یې سعودي حکومت خلک ګرفتارولای او سزا کولای هم شي.
د وزیراعظم سعودي عرب ته سفر
د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د اپرېل پر ۲۸مه له يوه لوړ پوړي پلاوي سره په درې ورځني سفر سعودي عرب ته ورسېد. دا د اپرېل پر ۱۱مه نېټه د پاکستان د وزیراعظم تر ټاکل کېدو وروسته د هغه لومړی بهرني سفر دی.
د پاکستان دولتي ټېلېوېژن وايي، له وزیراعظم سره په سفر کې د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په ګډون یوشمېر وزیران ملګري دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د اپرېل پر ۲۷مه په بیان کې ويلي چې شهباز شريف دا سفر د سعودي وليعهد شهزاده محمد بن سلمان په بلنه کړی. وزارت وايي، شریف د سعودي عرب له مشرانو سره پر اقتصادي، سوداګريزو، د پانګې اچونې او هلته د مېشتو پاکستانيانو پر چارو خبرې کوي. بیان وايي، د پاکستان وزیراعظم له سعودي چارواکو سره پر نورو دوه اړخیزه، سیمه ییزو او نړیوالو چارو هم غږېږي.
شهباز شريف پر داسې وخت سعودي عرب ته تللی چې پاکستان له اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی.
په پاکستان کې د اقتصادي چارو پوهان فکر کوي چې د شهباز شريف دا سفر ښايي له سعودي عرب څخه د مالي کومک ترلاسه کولو لپاره وي.
تر دې وړاندې د پخواني وزیراعظم عمران خان په واکمنۍ هم سعودي عرب دوه ځلې پاکستان ته د اقتصادي ستونزو د حلولو په خاطر پورونه ورکړي ول.