پاکستان او ازبکستان د طالبانو د حکومت په نړیوال رسمیت پېژندنه غږېږي

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایېف د پاکستان د دوه ورځني سفر پرمهال له وزیراعظم عمران خان سره ولیدل - انځور له ارشیفه.

د پاکستان وزیراعظم ویلي دي چې اسلام اباد او تاشقند پر هغو شرطونو له طالبانو سره خبرې کوي چې ورسره سم نړیوال د هغوی حکومت په رسمیت وپېژني.

عمران خان د مارچ پر درېیمه په اسلام اباد کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایېف سره تر لیدو وروسته په ګډه خبري غونډه کې دا هم وویل چې هڅه کوي چې د افغانستان د کنګل شتمنیو د ازادولو هڅې کوي.

عمران خان دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې د پاکستان او ازبکستان په ګډون د نړۍ هېڅ یوه هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان واکمن شول او تر هغې شاوخوا درې اوونۍ وروسته یې خپل لنډمهالی حکومت اعلان کړ.

د طالبانو له واکمنۍ سره سم، امریکا د افغانستان بانک زېرمې کنګل کړې او څو میاشتې وروسته په فبرورۍ کې ولسمشر جو بایډن د یو اجرايي فرمان له لارې د شاوخوا اووه اربه ډالرو نیمايي برخه د ۲۰۰۱ز کال په سېپټېمبر کې پر امریکا د القاعدې ډلې په بریدونو کې د وژلیو او ژوبلو خلکو کورنیو ته او پاتې یې په افغانستان کې پر بشري چارو د لګولو اعلان وکړ.

د امریکا په مشرۍ نړیوال اېتلاف د ۲۰۰۱ز کال په اکتوبر کې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه پیل کړه.

طالبانو د ولسمشر بایډن اقدام "څرګند تېری او ظلم" وباله او ویې ویل چې که واشنګټن له خپلې پرېکړې په شا نه شو نو ورسره به خپلې پالیسۍ ته له سره کتنه وکړي.

وزیراعظم عمران خان له ولسمشر میرضیایېف سره ګډې خبري غونډې ته وویل چې د افغانستان له لارې د پاکستان او ازبکستان دوه اړخیزه سوداګري به افغان ولس ته هم ګټه ورسوي.

ټاکل شوې چې دواړه هېوادونه د ازبکستاني ولسمشر د دوه ورځني سفر پرمهال د سوداګریزو اړیکو پراختیا په برخه کې یوشمېر موافقې لاسلیک کړي.

ولسمشر میرضیایېف د مارچ پر درېیمه پاکستان ته ولاړ.