د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند او د منځنۍاسیا ځینې هېوادونه د طالبانو د رسمیت پېژندنې مسلې د حل موندنې لپاره کار کوي


د طالبانو د حکومت مهم مشران: انځور له ارشیفه اخېستل شوی
د طالبانو د حکومت مهم مشران: انځور له ارشیفه اخېستل شوی

هند د منځني اسیا د پنځو هیوادونو سره یو ځای د افغانستان د بشري بحران د ختمولو او د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې د مسلې د حل موندلو لپاره په ګډه کار پیل کړی.

اسوشیېټېدپرېس خبري اژانس د یوه هندي چارواکي له قوله د جنورۍ پر ۲۷مه نېټه خبر ورکوي چې د هند وزیراعظم نریندرا مودي، د قازقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له ولسمشرانو سره، په همدې اړوند د یوې غونډې کوربه وو.

اژانس د دغه هندي چارواکي له قوله لیکي، په دې انلاین غونډه کې پرېکړه وشوه چې د افغانستان د بشري بحران د ختمولو لپاره، له افغانانو سره د مرستو او د نړیوالې رسمیت پېژندنې د مسلې د حل موندلو لپاره د طالبانو د حکومت د غوښتنې په برخو کې په ګډه کار وکړي.

هند او چین هر یو په سیمه کې د خپل نفوذ د پراخولو لپاره سیالي کوي.

د شین هوا خبري اژانس د راپور له مخې د چین ولسمشر شي جین پینګ د سې شنبې په ورځ، د قازقستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له ولسمشرانو سره د ورته غونډې کوربه و.

د جنورۍ د ۲۷مې نېټې سرمشریزې د پای په ګډه اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د روانو حالاتو په اړه د پراخې سیمې په کچه په دې برخه کې اجماع شته چې باید هلته یو رښتینی استازی او ټولشموله حکومت رامنځ ته شي، د تروریزم او مخدره موادو پرضد مبارزه وشي او د ښځو، ماشومانو او لږکیو حقونو ته درناوی یقیني شي.

تر دې دمه د نړۍ هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د هند وزیراعظم نرېندرا مودي غونډې ته په وینا کې د هغو اندېښنو په اړه خبرې وکړې چې هند او سیمه یې د افغانستان له پلوه لري.

نرېندرا مودي د هغو اندېښنو په اړه خبرې وکړې چې هند او سیمه یې د افغانستان له پلوه لري.
نرېندرا مودي د هغو اندېښنو په اړه خبرې وکړې چې هند او سیمه یې د افغانستان له پلوه لري.

مودي وویل:"د سیمه ییز امنیت په برخه کې موږ ټول ورته اندېښنې او اهداف لرو او ټول د افغانستان د جریاناتو له کبله اندېښمن یو. دې ته په پام سره د سیمې د امنیت او ثبات په برخه کې زموږ ګډه همکاري نوره هم مهمه شوې ده."

هند په تېرو ۲۰ کلونو کې له افغانستان سره د لویو مرستندویو هېوادونو په قطار کې وو او په اقتصادي پروژو کې یې له درې نیم میلیارده ډالرو زیاته پانګونه کړې وه خو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د کابل او نوې ډيلي اړیکي سړې شوې.

په عین حال کې د هند د بهرنیو چارو وزارت یوې چارواکې رینت سندو د جنورۍ پر ۲۷مه، په نوې ډیلي کې خبریالانو ته وویل، مودي او د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو مشرانو موافقه وکړه چې یوه بله کاري ډله به رامنځ ته کوي څو د افغانستان او د سیمې د هغو هېوادونو لپاره چې په وچه پورې محدود دي، د سمندري لارې د برابرولو په مقصد د ایران پر چاه بهار بند کار وکړي.

هند په دې وروستیو کې د چاه بهار بندر او د هغه د اړوندو سړکونو او د رېل پټلۍ د رغونې لپاره د ۵۰۰ میلیون ډالره پانګونې ژمنه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG