په شمالي وزیرستان کې د ځمکو لانجې څنګه هوارېدای شي؟

د شمالي وزیرستان مشران وايي ځواکمنې او بااختیاره جرګې ټولې لانجې هوارولای شي (انځور: د شوال عمومي سړک - ۲۰۲۰ز)

د اګست پر ۲۷مه د شمالي وزیرستان د میرلي په اېپي کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې لانجې پر سر نښته وشوه چې پکې د دواړو خواوو د یوې ښځې په ګډون څلور کسان ووژل او دوه ژوبل شول.

د سیمې پولیسو او انتظامیې چارواکو او ځايي خلکو مشال راډيو ته وویل چې دا نښته د دوو وروڼو ترمنځ شوې.

پولیس وايي، د پېښې پلټنې یې پیل کړي او انتظامي چارواکي وايي، د سیمې د ټولو لانجو د سوله ییز هواري هڅې کوي.

دا لومړی ځل نه دي چې په شمالي وزیرستان یا نورو قبایلي سیمو کې د کورنیو یا د ولسونو ترمنځ د ځمکې لانجو پر سر نښتې کېږي.

الحمدالله د جرګې په ذریعه مو درې غټې مسلې په کم وخت کې حل کړې دي.
شاهد علي خان

د ۲۰۲۰ز د جون په پای کې په کورمه او جنوبي وزیرستان کې هم د شاملاتو ځمکو او د بریدونو یا حدونو نه معلومېدو له وجې ولسونه یو بل ته مخامخ شول، وجنګېدل او یو بل ته یې مرګ ژوبله واړوله.

په شمالي وزیرستان کې د ځمکو د حدونو پر سر یو شمېر لانجې دي چې ورڅخه یې یوه په غلام خان، بله یې په میرامشا ډانډې کې ده او همداراز، په میرلي کې هم د ولسونو ترمنځ د ځمکو د پولو پر سر لانجه ده چې له وجې یې په تېرو کلونو کې نښتې هم شوې دي.

دا هم وګورئ: د جنوبي وزیرستان د ځمکو د لانجو لاملونه او د حل لارې یې

د دې ترڅنګ، د جنوبي وزیرستان مسید هم له د شمالي وزیرستان له وزیرو سره په رزمک کې د ځمکې لانجه لري.

په جولای کې د دواړو وزیرستانونو ملکانو او انتظامي چارواکو مشال راډیو ته ډاډ ورکړی وو چې هغه لانجه به حل کړي.

د شمالي وزیرستان انتظامي مشر وايي، ځینې لانجې یې تقریباً حل کړې دي او ځینې په عدالتونو کې دي.

تر پوځي عملیاتو وروسته د ځمکې لانجې

د ۲۰۱۴ز کال په جون کې پوځ په شمالي وزیرستان کې عملیات وکړل او له ۲۰۱۶ز کال څخه یې لاکونه بې کوره کسان کلیو ته ستانه کړل.

حکومت په دې کې صحیح مخلص نه دی.
ګل صالح جان

د شمالي وزیرستان ځینې مشران وايي، په سیمه کې د ځمکې لانجې پخوانۍ دي خو زیاترو یې تر پوځي عملیاتو وروسته سر راپورته کړی دی.

ملک ګل صالح جان د سېپټېمبر پر دویمه د ځینو لانجو د تاریخ په اړه معلومات راکړل: "د اېپي او مدي خېلو ترمنځ" لانجه ډېره پخوانۍ ده. "همداسې په غلام خان کې هم د دوو قومونو (قبیلو) ترمنځ مسله" پخوانۍ ده. "دا د ۴۰، ۵۰ کلونو" لانجې دي چې "اوس خلک ورباندې اخته دي."

عدالتونه او د لانجو قضیې

د سیمې بل ملک پیر عقل زمان وايي، په خیبر پښتونخوا د قبایلو تر ورګډېدو مخکې لانجې پولېټيکل انتظامیې هوارولې او که خلک به یې له پرېکړو راضي نه ول نو د بنو ډېوېژن کمېشنر ته به درخواست کاوه.

د ده په خبره، اوس ولسونه عدالتونو ته ځي.

د پاکستان پخواني حکومت، تېر پارلېمان او ولسمشر د ۲۰۱۸ز کال د مې په اخري اوونۍ کې په ایین کې له ترمیم سره قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ورګډې کړې چې وروسته د هېواد د پولیسو او عدالتي نظام هم وروغځېد.

دا هم وګورئ: کورمه کې د ځمکو لانجو لاملونه او د هواري لارې

د ملک زمان په خبره، د سیمې د ولسونو ترمنځ دوه لانجې دا مهال په بنو کې د شمالي وزیرستان په عدالت او یوه یې په بنو کې د پېښور های کورټ په څانګه کې پرته ده چې وخت په وخت یې اورېدنې کېږي.

دی وايي، دا ټولې مقدمې په خیبر پښتونخوا د قبایلو تر ورګډېدو وروسته جوړې شوې دي.

یوازې جرګه لانجې حلولای شي؟

خو ملک خان مرجان وايي، حکومت د ځمکې لانجې نشي هوارولای. د ده په اند، یوازې جرګې کولای شي چې دا مسلې حل کړي.

له ملک خانمرجان څخه مې وپوښتل چې که جرګو مسلې هوارولای شوای نو بیا یې درې یا څلور لسیزې مخکې ولې نه هوارولې؟ دی وايي، لامل یې دا دوو چې جرګو پوره واک نه لاره.

"تر څو پورې چې جرګې ته واړه اختیارات واپس نه وي ورکړل شوي، دا مسلې به همداسې [پرتې] وي. زه وایم، دا حکومت نشي حل کولای. دا [هر څه به] جرګه حل کوي."

مشران وايي په خیبر پښتونخوا د قبایلو تر ورګډېدو وروسته ځینې قضیې عدالتونو کې دي

خو د شمالي وزیرستان انتظامي مشر شاهد علي خان دا نه مني چې ګواکې جرګې نه کېږي او لانجې نه هوارېږي.

په مشال راډیو ته وویل، د جرګې نظام یې فعال ساتلی او د همدې جرګو په وسیله د ځینو لانجو په هواري توانېدلی دی:

"د جرګې [نظام] ډېر فعال او مضبوط سېسټم دی چې موږ جاري ساتلی دی او الحمدالله د جرګې په ذریعه مو درې غټې" مسلې په کم وخت کې حل کړې دي چې پکې په "غلام خان" کې د دوو ولسونو ترمنځ د ځمکې لانجه هم شامله ده "چې حل شوې ده."

ډېپپټي کمېشنر شاهد علي خان وايي، انتظامیه په میرلي، میرامشا او رزمک کې د لانجې له خواوو سره جرګې کوي او د لانجو د هواري کوششونه کوي.

ملک خانمرجان بله لار هم لري او وايي، که په قبایلي جرګو کې حکومتي قاضیان هم کښېني نو ښايي مسلې حل شي.

پخواني اسناد او حکومتي دریځ

په جنوبي او شمالي وزیرستان کې د ځمکو د حدونو او بریدونو په اړه د انګرېزانو د واکمنۍ قانوني اسنادو ته "مېسل" ویل کېږي.

د شمالي وزیرستان ملکان ګڼي چې که حکومت پخواني اسناد په ډاګه کړي او جرګې دوام وکړي نو لانجې ژر ختمېدای شي.

خو ملک ګل صالح جان وايي، حکومت په دې موضوع کې پوره اخلاص نه ښيي:

"حکومت زموږ مور و پلار دی. چې مور او پلار [امر] وکړي – صحیح حکم یې وکړ – نو زه درته وایم، [ټولې خواوې] یې [عملي کوي] او [پابندي] یې کوي. خو حکومت په دې [موضوع] کې صحیح مخلص نه دی. که مخلص وای، نو زه قسم درته کوم،" چې ټولې ستونزې به هوارې شوې وای.

ملک پیر عقل زمان البته له ګل صالح جان سره موافق نه دی او وايي، حکومت تل د پخوانیو اسنادو نقل ورکولو ته تیار وي.

"حکومت انکار نه دی کړی. که په مېسل یا نور رېکارډ کې – چې په ۱۹۰۲ز او ۱۹۰۳ز [کلونو] کې جوړ شوی وو – د چا ځمکه وي او ثبوت ورسره وي، نو حکومت ورته [د اسنادو] نقل ورکوي."

د شمالي وزیرستان انتظامي مشر شاهد علي خان وايي، خلک کولای شي چې د انتظامیې دفتر ته درخواست ورکړي او کاغذونه واخلي.

دی زیاتوي، هغه لانجې چې په خیبر پښتونخوا د قبایلو تر ورګډېدو وروسته په عدالتونو کې دي، انتظامیه یې واک نه لري.

ملک زمان زیاتوي، اوس چې ځینې لانجې په عدالتونو کې دي نو د هواري عمل به یې وخت اخلي ځکه چې عدالت د هرې خبرې ثبوت غواړي.