د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشرانو د ګوند د ټولنیزو رسنیو د فعالانو د ځورونو تورونو پرضد عدالت ته د تګ پرېکړه کړې.
د ګوند عمومي منشي (جنرل سېکرټر) او د پاکستان د پرانونو او پرمختیايي چارو پخواني وزیر اسد عمر د اپرېل پر ۱۲مه پر ټوېټر لیکلي "د ګوند د ټولنیزو رسنیو د کارکوونکو د ځورونو د چیلېنج کولو لپاره یې درخواست ته وروستۍ بڼه ورکړې او د اپرېل پر ۱۳مه یې په اسلام اباد های کورټ کې دایروي."
Petition challenging the harassment of pti social media activists has been finalized and will be filed in high courts tomorrow morning.
— Asad Umar (@Asad_Umar) April 12, 2022
د تحریک انصاف مشران تور پورې کوي چې د اپرېل تر ۱۱مې وروسته چې د پخواني وزیراعظم عمران خان پرضد په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحریک بریالی شو نو ریاستي ادارو یې د ټولنیزو رسنیو پر کارکوونکو ملګرو چاپې ووهلې او د هغوی د ځورونو او نیونو لړۍ یې پیل کړه.
د پاکستان نوي وزیراعظم شهباز شریف او د هغه هېواد حکومتي ادارو د تحریک انصاف ګوند د تورونو په ځواب کې څه نه دي ویلي خو شریف په قامي اسمبلۍ کې د وزیراعظم په توګه تر منتخبېدو وروسته ویلي ول چې په خپله واکمنۍ کې به له پخواني حکومته غچ نه اخلي.
تر دې مخکې په تېرو څه د پاسه درې نیمو کلونو کې د تحریک انصاف د واکمنۍ پرمهال د مخالفه ګوندونو پلویانو، فعالانو او خبریالانو په بیا بیا تورونه پورې کړل چې د عمران خان حکومت یې پر ټولنیزو شبکو د فعالیت او د بیان اظهار پر سر ځوروي خو نوموړي به دا دریځ تکراراوه چې په پاکستان کې رسنۍ او خلک په بشپړ ډول د بیان د ازادۍ له حقه برخمن دي.
په عین حال کې پر ټولنیزو شبکو خپرې ویډیوګانې ښيې چې د پاکستان تحریک انصاف ملاتړي د اپرېل پر ۱۱مه د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د مظاهرو پر مهال د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ضد نعرې وهي.
اخوا د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر شیخ رشید احمد چې د تحریک انصاف ګوند پلوی دی، ویلي چې د پوځ خلاف شعارونه ورکول ناسم کار دی.
دا خبره نوموړي د اپرېل پر ۱۳مه په پېښور کې خبریالانو ته کړې. شیخ رشید احمد هلته په هغه جلسه کې د ګډون لپاره ورغلی چې پخواني وزیراعظم عمران خان وربللې. جلسه د شپې ۱۰ بجې (د کابل ۹:۳۰) پیلېږي چې ورته به نوموړی او د تحریک انصاف ګوند نور پلویان ویناګانې کوي. هغه ګوند په خیبر پښتونخوا کې واکمن دی.
د پوځي مشرانو غونډه او بیان
هلته د جنرال باجوه په مشرۍ د پوځ د لوړپوړو مشرانو (فارمېشن کمانډرز) په ۷۹مه غونډه کې پر ټولنیزو شبکو روان کیمپېنونه د "پوځ او ټولنې ترمینځ د درز او وېش پیدا کولو لامل" بلل شوی دی.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر ای اېس پي ار د اپرېل پر ۱۲مه تر غونډې وروسته په بیان کې ویلي چې پوځي چارواکو "د پوځ خلاف د روانې پروپیګنډې جاج واخیست چې ځینې طبقې لګیا دي، پوځ بدناموي او مقصد یې د پوځ او ولس ترمینځ بېلتون راوستل دي."
دا په داسې حال کې ده چې د تحریک انصاف پلویانو په وروستیو کې د پوځ پر مشر تور پورې کړ چې د پخواني وزیراعظم عمران خان په ګوښه کولو کې یې د مخالفه ګوندونو ملاتړ کړی وو. پوځ په بیا بیا دا تور رد کړی او په وروستیو کې یې د دې دعوو د ردولو لپاره پخوانی دریځ تکرار کړ او و یې ول چې نه په سیاسي چارو کې لاسوهنه کوي او نه دې یې څوک پکې د ورګډولو هڅې کوي.
د اپرېل پر ۱۲مه د پوځ په بیان کې راغلي چې د غونډې ګډونوالو د مشرتابه له لوري "د ایین او قانون د سرلوړي ساتلو پر هوډ د بشپړ" باور څرګندونه وکړه.