انتخاباتي کمېشن خیبر پښتونخوا کې د بلدیاتي انتخاباتو دویم پړاو وځنډاوه

د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور په ګډون په ۱۷ ضلعو کې د ډېسېمبر پر ۱۹مه بلدیاتي انتخابات وشول.

د پاکستان انتخاباتو کمېشن په خيبر پښتونخوا کې د بلدیاتې انتخابانو د دویم پړاو د ځنډولو اعلان کړی دی او وايي، ټاکنې د مارچ پر ۲۷مه کوي.

په صوبه کې د انتخاباتي کمېشن ویاند سهېل احمد د جنورۍ پر پينځمه مشال راډيو ته وويل چې ټاکل شوې وه چې په پاتې ضلعو کې د جنورۍ پر ۱۶مه د دویم پړاو انتخابات وشي خو ګڼو ګوندونو یې د سړو او واورې ورېدو له وجې د ځنډولو غوښتنه وکړه.

ده زیاته کړه چې له ۱۸ ضلعو څخه یې اکثره غرنۍ سیمې دي او خلک په واورو کې د رایو کارونو لپاره مرکزونو ته نه شي ورتللای.

د خیبر پښتونخوا د درو قبایلي سیمو خیبر، مومند او باجوړ په ګډون په ۱۷ ضلعو کې د ډېسېمبر پر ۱۹مه د بلدیاتي انتخاباتو لومړی پړاو ترسره شو چې پکې خلکو د تحصیلونو، کلیو، چم ګاونډونو شوراګانو او ښاروالیو او همداراز د ښځو، کروندګرو، ځوانانو او لږکیو استازي منتخب کړل.

د انتخاباتو پر مهال په ځینو ځایونو کې د تاوتریخوالي پېښې هم وشوې. پر هغه ورځ په کرک، باجوړ او خیبر کې د ناامنیو په پېښو کې لږترلږه څلور کسان ووژل شول.

د انتخاباتو نتیجې ښيي چې په صوبه کې تر ټولو زیاتې څوکۍ د اپوزیشن جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند ګټلې دي او واکمن تحریک انصاف ورپسې پر دویم نمبر دی. له دې پرته، د عوامي نیشنل ګوند، پاکستان مسلم لیګ (ن)، پیپلز ګوند او جماعت اسلامي په ګډون یوشمېر نورو ګوندونو هم څوکۍ وګټلې او ځینې خپلواک نوماندان هم منتخب شول.

دا هم وګورئ:

خيبرپښتونخوا حکومت: انتخاباتي کميشن ته مو د دوهم پړاو بلدياتي انتخاباتو د ځنډولو خواست کړی و بلدیاتي انتخابات: جمعیت علمای اسلام او تحریک انصاف زیاتې څوکۍ ګټلي

په ۲۰۱۸ز کال کې په خیبر پښتونخوا د قبایلو تر ورګډېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې هلته د ټیټې سطحې حکومتي ادارو لپاره انتخابات کېږي.

تر دې مخکې، په ۲۰۱۹ز کال کې د اووه واړه قبایلي ضلعو او د شپږو نیمه قبایلي ضلعو خلکو د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ ته خپل استازي منتخب کړل.

په هغې صوبې تر ګډېدو مخکې د قبایلي سیمو خلکو یوازې د پاکستان د قامي اسمبلۍ لپاره خپل استازي ټاکل او په سېنېټ کې یې ځانګړې څوکۍ لرلې.