افغانستان کې به طالبان د القاعدې مخه ونيولای شي؟

د القاعدې مشر ایمن الظواهري (کیڼ طرف ته) او د طالبانو مشر مولوي هبت الله (ښي لورې ته) .انځور له ارشېفه

نن پر امريکا د سېپټېمبر پر ۱۱مه نېټه د ترهګرو بريدونو دوه لسيزې په داسې حال کې پوره کېږي چې د دې حملو د ۲۰م تلين پر مهال په لومړي ځل هېڅ امريکايي سرتېری په افغانستان کې نشته او پر طالبانو هم په اول وار دا ورځ په داسې وخت راغلې چې دوی د جګړې د مېدان پر ځای پر ټول افغانستان واکمن دي.

پر نيويارک او پېنټاګان د ۲۰۰۱ز کال د سېپټېمبر ۱۱مې ترهګرو بريدونو چې پکې نېږدې ۳،۰۰۰ کسان وژل شوي ول، نړۍ بدله کړه. د حملو ذمه واري د القاعدې ډلې پخواني مشر اسامه بن لادن ومنله چې هغه مهال په افغانستان کې وو او هلته د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو واکمني وه.

د امريکا ولسمشر جارج ډبليو بوش د ترهګرۍ پرضد جګړه اعلان کړه او له طالبانو يې وغوښتل چې اسامه بن لادن وروسپاري، خو د طالبانو تر انکار وروسته د ملګرو ملتونو د پرېکړه ليک له مخې امريکا او متحدينو يې پر افغانستان حمله وکړه او د ۲۰۰۲ز کال د اکتوبر يه میاشت کې يې د طالبانو حکومت نسکور کړ.

د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليزاد او د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا غني برادر د سولې پر تړون د لاسليک وروسته روغبړ کوي. انځور-ارشېف

اسامه بن لادن، د القاعده مشران، جنګیالي، طالب مشران او غړي يې يا خو ګاونډيو هېوادونو پاکستان او ايران ته وتښتېدل يا د افغانستان د ليرې پرتو سيمو په غرونو کې پټ شول.

له دې څو کاله وروسته افغان طالبانو په افغانستان کې مېشت امريکايي، نړيوالو او افغان ځواکونو پرضد جګړه پیل کړه چې بلاخره سږکال د اګست پر ۱۵مه د کابل د نيولو په صورت کې پای ته ورسېده. هم په دې ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني هېواد پرېښود او متحده عرب اماراتو ته ولاړ.

خو په تېرو شاوخوا دوو لسيزو کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د پردې تر شا په وار وار مذاکرات وشول چې د منځ ټکی يې د طالبانو له القاعده سره تړون شلول وو.

بلاخره د امريکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ حکومت د ۲۰۲۰ز کال د فېبرورۍ پر ۲۹مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره تړون وکړ چې له مخې طالبانو ژمنه وکړه چې القاعده او نورې ترهګرې ډلې به نه پرېږدي چې د افغانستان خاوره د امريکا پرضد د ترهګرو فعاليتونو لپاره استعمال کړي.

د امريکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بايډن په واک کې له راتلو سره سم د ډونالډ ټرمپ ځينې تګلارې بدلې کړې خو له طالبانو سره يې د هغه کړی تړون پر ځای پرېښود.

بايډن د ۲۰۲۱ز کال د اپرېل پر ۱۴مه اعلان وکړ چې له افغانستانه به د سېپټېمبر تر ۱۱مې نيټې پورې ټول ځواکونه وباسي خو پر نوموړي انتقادونه وشول او دا وېره وښودل شوه چې ښايي القاعده بېرته په افغانستانه کې فعاله شي.

خو بايډن د مي پر دويمه نېټه د القاعده د مشر اسامه بن لادن د وژنې ۱۰ کاله پوره کېدو پر مهال وويل چې القاعده تر ډېره حده ځپل شوې ده. د امريکا ځانګړو ځواکونو اسامه د ۲۰۱۱ز کال د مې پر دويمه د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې په عملیاتو کې وواژه.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د سږکال جون پر دويمه نېټه په خپل ځانګړي راپور کې ويلي ول چې طالبانو لا هم له القاعده سره اړيکې نه دې پرې کړې. دا هغه مهال وو چې طالبانو لا پر افغانستان قبضه نه وه کړې.

دا هم وګورئ: طالبان لا هم له القاعده شبکې سره اړیکې لري: ملګري ملتونه

خو اوس چې طالبانو ټول افغانستان نيولی او سرپرسته کابينه يې اعلان کړې، نو پوښتنه دا ده چې دوی به له امريکا سره د شوي تړون له مخې د القاعده مخه ونيولای شي؟

د طالبانو له خوا پر افغانستان تر قبضې وروسته په دې هېواد کې شویو ځينو پرمختګونو د امريکا په نيبراسکا پوهنتون کې د افغانستان مطالعاتو مرکز مشر شېر جان احمدزی د طالبانو دې ژمنتیا شکمن کړی دی.

نوموړی وايي چې په دې وروستيو کې د پنجشېر ولايت د نيولو پر مهال پر ټولنيزو شبکو داسې ويډيوګانې خپرې شوې چې پکې ځينې داسې جنګيالي ښکاري چې په عربي ژبه خبرې کوي.

د دې ترڅنګ د ده په وينا، د اسامه بن لادن د پخواني ساتونکي امين الحق ويډيو هم پر ټولنيزو رسنيو خپره شوه چې ننګرهار ولايت ته د هغه د ستنېدو پر مهال جوړه شوې ده.

"نو دلته دا سوال راپورته کېږي چې دا وعدې په سمه توګه عملي شوې نه دي او که نه نو دا اشخاص افغانستان ته راځي او يا په ازاده توګه ګرځي او په جنګ کې ګډون کوي. دا پوښتنې به وي او فکر کوم چې نړيوال به يې هم له طالبانو کوي."

د محمد امين الحق نوم ملګرو ملتونو له القاعده سره د تړاو په تور د ۲۰۰۱ز کال د جون پر۲۵مه په خپل تور ليسټ کې شامل کړی وو.

مشال راډيو چې د دې راپور لپاره له کومو څلورو څېړونکو سره خبرې کړې نو ټول په يوه خوله دا وايي چې د طالبانو او القاعده نظرياتي اړيکې ډېرې ژورې دي او ډېر کم امکان دی چې دوی به په خپلو کې تعلق وشلوي.

البته د سینګاپور نینګ تخنیکي پوهنتون د نړیوالو مطالعاتو په څانګه کې د ترهګرۍ چارو څېړونکی عبدالباسط وايي چې القاعده به و نه غواړي چې د طالبانو لپاره مشکل پيدا کړي.

نوموړی وايي، طالبان هڅه کوي چې نړيوال يې په رسميت وپېژني نو د ده په خبره، دې ته په کتو سره به القاعده داسې عمل ونکړي چې د طالبانو دغه هڅې ناکامه شي.

د کابل تر کنټرول اخیستو دوه ورځې وروسته (د اګست پر ۱۷مه نېټه) د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په لومړي ځل رسنیو ته مخامخ شو او پر دې مهال یې وويل چې طالبان به هيچا ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د امريکا او د نړۍ د نورو هېوادونو پرضد استعمال کړي.

دا هم وګورئ: د بن لادن تر وژنې ۱۰ کاله وروسته القاعده په څه حال ده؟

خو په اسټراليا کې مېشت د "پاکستان، سميه ييز امنيت، شخړې هواري او قبايلي سيمو" نومي کتاب لیکوال ډاکټر فاروق يوسف وايي چې د طالبانو او القاعده تعلق به پرې نشي.

"طالبان خو په رسنيو کې دا وايي چې القاعده به نه پرېږدو، خو د القاعدې مشر ایمن الظواهري د طالبانو د مشر ملامحمد عمر، ملا اختر محمد منصور او مولوي هبت الله سره 'بیعت' کړی نو معنا يې دا ده چې دوی اوس هم سره ملګري دي."

فاروق يوسف د سېپټېمبر پر نهمه نېټه مشال راډیو ته وويل چې د القاعده د طالبانو له حقاني شبکې سره ژور تعلق دی. د ده په وينا، د حقاني شبکې مشر سراج الدين حقاني طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزير اعلان کړی چې د امريکا د مطلوبو ترهګرو په ليسټ کې هم ځکه دی چې له القاعده سره ژورې اړيکې لري.

"نو زه چې دې ته ګورم نو ښکاري نه چې طالبان به د القاعدې پرضد څه اقدام وکړي."

په سویډن کې د پاکستان او افغانستان د امنيتي چارو څېړونکی عبدالسید له ډاکټر فاروق یوسف سره هم نظره دی او زیاتوي چې افغانستان د القاعدې او نورو جهادي ډلو لپاره يو ډېر مهم ځای دی، په تېره بیا القاعده به دا هڅه کوي چې په دې هېواد کې خپلې اړيکې نورې هم پیاوړې کړي.

البته دی زیاتوي چې ورته "داسې نه ښکاري چې القاعده به په نېږدې راتلونکې کې داسې يو اقدام وکړي چې په نتيجه کې به يې د طالبانو لپاره ستونزې پېدا شي."

دا د ۲۰۱۱ز کال د مارچ ۱۱مې نيټې عکس چې پکې امريکايي عسکر په ګردېز کې تر عملياتو وروسته باګرام پوځي اډې ته ستانه شوي.عکس-ارشېف

کله چې په ۲۰۰۱ز کال کې د ترهګرۍ ضد نړيواله جګړه پیل شوه نو هغه مهال القاعده د اسامه بن لادن تر مشرۍ لاندې واحده ډله وه خو له وخت تېرېدو سره يې په نورو هېوادونو کې څانګې جوړې شوې.

دا مهال په صوماليا، یمن، شام، عراق او "برصغير" کې د القاعدې بېلا بېلې ډلې فعاله دي.

عبدالباسط وايي چې د پخوا برعکس اوس د القاعدې هدف هم بدل شوی دی او دوی د امريکا او نورو غربي هېوادونو پر ځای د نېږدې هېوادونو په نښه کولو مرام لري. نوموړي په دې لړ کې طالبانو ته د القاعدې د مبارکۍ د بیان مثال ورکړ.

د باسط په خبره، د دې بیان له متن څخه دا ښکاري چې القاعده د سېپټېمبر ۱۱مې د پېښې په شان حملو ضرورت نه ويني. "تاسو که د مرکزي القاعدې د دوو پاڼو بیان وګورئ نو پکې ويل شوي چې د دوی توجه به پر نېږدې'دښمن' وي او امريکا د دوی ليرې 'دښمن' دی. له نېږدې دښمن څخه د دوی هدف مسلمان هېوادونه دي چې د دوی په فکر غېر اسلامي دي. که يې پر دې تګلاره عمل وکړ نو د دوی بیا په افغانستان کې د جنګیاليو ورغونډولو ته هم اړتیا نشته."

خو عبدالباسط او ځينې نورو کارپوهانو ته د طالبانو او امريکا په تړون کې يو ابهام هم ښکاري. په موافقه کې ويل شوي چې طالبان به د القاعده په ګډون خپلو غړيو او نورو کسانو او ډلو ته دا اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې امریکا او یا د هغوی اېتلافيانو ته يو ډول ګواښ پېښ کړي. بلخوا به طالبان له هغو کسانو او ډلو سره همکاري نه کوي او هغوی به د خلکو له ګومارنې، روزنې او پيسو راغونډولو راګرځوي چې امريکا يا د هغوی اېتلافيانو ته خطر وړاندې کوي.

د القاعدې مشر ایمن الظواهري د طالبانو د مشر ملامحمد عمر، ملا اختر محمد منصور او مولوي هبت الله سره "بیعت" کړی نو معنا يې دا ده چې دوی اوس هم سره ملګري دي.
ډاکټر فاروق یوسف

عبدالباسط وايي چې د تړون دې مادې ته که وکتل شي نو په دې کې خو دا ضمانت ورکړل شوی چې افغان خاوره به د امريکا پرضد نه استعمالېږي خو پکې يو ځای هم دا نه دې ويل شوي چې طالبان به د القاعدې خلاف اقدام کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او د طالبانو د قطر سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم وردګ ته مو د سېپټېمبر پر ۱۰مه نېټه د وټس اپ له لارې لاندينۍ پوښتنې ولېږدولې.

  • دا وخت د طالبانو او القاعده اړيکي په څه ډول دي؟
  • ایا طالبان به القاعده پرېږدي چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد د حملو لپاره استعمال کړي؟
  • تاسو له القاعدې سره د اړيکو شلولو ژمنه کړې خو په دې اوسنيو جګړو کې ځينې عربیان ليدل شوي چې جنګېږي، دا څوک دي او له کومې ډلې سره يې تړاو دی؟
  • د طالبانو له خوا پر افغانستان تر کنټرول وروسته د اسامه بن لادن نېږدې ملګری امين الحق بېرته په ننګرهار کې ښکاره شوی چې د ځينو په وينا دا دې طرف ته اشاره کوي چې القاعده په راحت شوې او ځان بېرته منظموي، ایا داسې ده؟
  • طالبانو له القاعدې سره د اړيکو شلولو لپاره کوم مېکانيزم په پام کې نيولی دی؟

خو د دې رپورټ تر چمتو کولو پورې مو د طالبانو له لورې هېڅ ځواب ترلاسه نکړ.

خو البته دغه څېړونکي په يوه نظر دي چې دا به وخت ثابتوي چې د طالبانو او القاعده اړيکې کوم لور ته ځي او طالبان به وکولای شي چې القاعده کنټرول کړي او که نه؟

له مشال راډيو سره په مرکو کې دوی ټولو يو بل طرف ته هم اشاره وکړه او ویې ويل چې په افغانستان کې پر القاعده سربېره نورې ډلې لکه داعش وسله واله ډله هم فعاله ده چې د دوی په وينا دا مهال نه يوازې د نړيوالو لپاره، بلکې د طالبانو او په مجموعي توګه د افغانستان د امنيت لپاره یو ګواښ او ننګونه ده.