شنونکي ولې د پاکستان نوې کابینه کې د ۲ وزیرانو شاملېدو حیران کړي دي؟

د پاکستان ۱۹ کسیزه کابینې د مارچ پر ۱۱مه لوړه وکړه.

د مارچ پر ۱۱مه چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په اسلام اباد کې د وزیراعظم شهباز شریف ۱۹ کسیزه کابینې ته سوګند ورکاوه نو په قطار کې په ولاړو وزیرانو کې ځینې نوې څهرې هم وې.

په نویو وزیرانو کې سید محسن نقوي او محمد اورنګزېب خان هم ول چې کابینه کې یې شاملولو په فیصلو کې د خپلواکۍ په ترڅ کې د شهباز شریف حکومت په اړه پوښتنې پیدا کړې دي.

نقوي د پنجاب پخوانی نګران اعلاوزیر وو چې په اوسنۍ کابینه کې یې د کورنیو چارو وزارت او اورنګزېب خان د یو شخصي بانک مشر دی چې د مالیې وزارت ترلاسه کړی دی.

د سیاسي چارو ډېری پوهان وايي چې د شریف په کابینه کې د هغوی شتون دا جوتوي چې پر حکومت یې د پوځ نفوذ زیات دی.

د پاکستان پوځ په بیا بیا ویلي دي چې په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي او د جمهوري بهیر ملاتړ کوي.

په اسلام اباد کې د انډېپېنډنټ ووبپاڼې مدیر هارون رشید د مارچ پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې نقوي او خان دواړه امنیتي ادارې (اېسټیبلېشمنټ) ته نېږدې کسان بلل کېږي.

دی وايي، هغو دواړو ته د دومره مهمو وزارتونو ورکولو معنا دا ده چې پوځ د پخواني لنډمهالي حکومت تګلارو ته دوام ورکول غواړي.

رشید زیاتوي چې په پخواني نګران حکومت کې هم داسې وزیران ول چې ورباندې تور وو چې داېسټیبلېشمنټ کسان دي. "له دې څخه دا ښکاري چې اېسټيبلېشمېنټ نه غواړي چې د [اوسني] حکومت د چلولو له بهیره دباندې پاتې شي. دوی داسې کارونه شروع کړي دي چې غواړې په هغه کې خلل (خنډ) را نه شي، په هغو کې یو له [پاکستان تحریک انصاف یا] پي ټي ای سره مقابله او بل اقتصاد دي. ریښتیا خبره دا ده چې اوس هم پر مهمو څوکيو د اېسټيبلېشمېنټ نقش واضح دی."

دا هم وګورئ:

د پاکستان ۱۹ کسیزه وفاقي کابینې د خپلو دندو لوړه کړې دهعمران خان: زما د حکومت په وخت ټول واک د جنرال باجوه سره وو، پرېکړې هغه کولېمولانا فضل الرحمان وايي اېسټیبلېشمنټ پاکستان کې د واک چارې په لاس کې اخیستي ديد پاکستان پوځ وايي انتخاباتي بهیر کې یې هېڅ مداخله نه ده کړېنواز شریف د پخوانیو جنرالانو او قاضیانو احتساب غواړي خو ایا خپل ګوند یې ورسره مني؟جنرال باجوه: پوځ ۷۰ کلونه په سیاست کې مداخله کوله خو تر دې وروسته به یې نه کوي

مخالفه سیاستوالانو او ځینو شنونکو د پخواني لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق پر حکومت هم د "پوځ د ګوډاګي" تور پورې کړی وو چې د هغه د کابینې وزیرانو رد کړی وو او ویل به یې چې هغوی بې طرفه دي او دنده یې د شفافو انتخاباتو کول ول.

خو زیاتره ګوندونو د فبرورۍ اتمې تر انتخاباتو وروسته د ټګۍ او درغلۍ تورونه پورې کړل چې انتخاباتي کمېشن رد کړل او و یې ویل چې ټاکنې رڼې، بې پرې او عادلانه وې.

سياستوال افراسیاب خټک وايي چې د شهباز شريف اوسنی حکومت خپلواکه نه دی او دعوه کوي چې پوځ یې د پردې تر شا چلوي.

نوموړي د مارچ پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، "لکه څنګه چې موږ د انوار الحق کاکړ په مشرۍ د نګران حکومت په باره کې ويل چې دا د جنرالانو حکومت دی نو دا حکومت هم د هغې تسلسل دی. دا وزیران هغه تار دی چې د دواړو قوتونو (حکومت او پوځ) په مینځ کې تېر شوی دی او د دواړو قوتونو مماثلت ښکاره کوي."

پوځ د اوسني حکومت په اړه د شنونکو او سیاستوالانو دعوو په اړه څه نه دي ویلي خو د ۲۰۱۸ز کال تر ټاکنو وروسته چې د عمران خان په مشرۍ پر پخواني وفاقي حکومت په اړه هم دا ډول څرګندونې کېدې نو پوځ او خان به هغه تورونه ردول.

البته چې عمران خان له واکه ګوښه شو نو هغه دعوه وکړه چې حکومت یې د پوځ پخواني مشر جنرال قمر جاوېد باجوه چلاوه. خپله باجوه هم تر تقاعد وروسته وویل چې په یو وخت کې پوځ په سیاسي چارو کې ښکېل وو خو دعوه یې وکړه چې ده دا عمل ودراوه.

دا هم وګورئ:

نواز شریف وايي پخواني پوځي مشرتابه له پاکستان سره ټوکې کړې ديعمران خان وايي د وزیراعظمۍ پر مهال یې "اصلي واکمن بل څوک" وو

د واکمن مسلم لیګ (ن) یو مخکښ سیاستوال او د پارلېماني چارو پخواني ریاستي یا د مملکت وزیر محسن شاهنواز رانجا وايي چې وزیراعظم شهباز شریف دا اییني واک لري چې څوک په کابینه کې شامل کړي.

نوموړي د مارچ پر ۱۳مه له مشال راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې په دې عمل کې د پوځ له شریف سره هېڅ کار نه شته. "نه، داسې خو نه شي کېدای چې د پوځ خواهش دې وي يا يې داسې کومه خبره کړې وي. دا سل په سله د وزیراعظم صاحب خپله فيصله وه او د پوځ خو له دې سره له هېڅ کار نه شته. دا تاثر ورکول چې پوځ پکې لاس لري زما په خیال يوه نامناسبه خبره ده."

خو د پاکستان د سياسي چارو ځینې نور پوهان هم د رانجا له دې خبرې سره متفق نه وي او وايي چې محسن نقوي او محمد اورنګزېب خان ته مهم وزارتونه ورکول په خپلواکه توګه د حکومت چلولو په اړه د شهباز شریف دریځ کمزوری کوي.