د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پوځ انتخابات نه کوي، یوازې امنیت ساتي"


په ۲۰۱۳ز کال کې هم پوځي سرتېرو د ووټ مرکزونو دننه او بهر د امنیت چارې سمبالولې

پراګ - د پاکستان د پوځ ویاند د سېنېټ د کورنیو چارو کمېټۍ ته ویلي، پوځ په انتخاباتي بهیر کې هېڅ رول نه لري او یوازې د امنیت دنده ورسپارل شوې ده. د سېنېټ د دې کمېټۍ غړو د جولای د ۱۹مې پر شپه مشال راډیو ته وویل، مېجر جنرال اصف غفور یې وربللی وو او ورڅخه یې د امنیت او په ټاکنو کې د پوځ د کردار په اړه وپوښتل.

جنرال غفور تر دې مخکې هم په خبري غونډه کې سپیناوی کړی وو چې په انتخاباتو کې هېڅ لاسوهنه نه کوي.

خو د هېواد ځېنې سیاسي ګوندونو د انتخاباتو پر ورځ پوځ ته د امنیتي چارو د سپارلو پر پرېکړې انتقاد کړی دی.

د سېنېټ د کورنیو چارو کمېټۍ د جولای ۱۹مې پر مازیګر غونډې ته د ترهګرۍ مخنیوي ادارې (نیکټا) یو مشر، د کورنیو او دفاعي چارو سېکرټران او نور چارواکي هم ورغوښتي ول.

دا به څنګه انتخابات وي چې د یو ګوند پښې لاسونه تړل کېږي؟
سېنېټر جاوېد عباسي

د کمېټۍ یوه غړي میا محمد عتیق شیخ وویل، د پوځ ویاند مېجر جنرال اصف غفور غونډې ته وویل، له ایین سره سم، یوه اداره د بلې ادارې په غوښتنه ورسره مرسته کوي:

((د پوځ ویاند وویل، دوی انتخابات نه کوي بلکې یوازې امنیت ساتي. ده وویل: موږ د الېکشن کمېشن له هدایاتو سره سم، امنیتي دنده لرو. نوموړي سپیناوی وکړ چې د ووټ اچولو په مرکز کې به د [انتخاباتي کمېشن چارواکی یا] پرېزایډېنګ افسرمشر وي او ټول امرونه به د هغه وي چې پوځ به ورباندې عمل کوي.))

سېنېټر شیخ وویل، د پوځ ویاند ورزیاته کړه چې د ووټ اچولو په مرکز کې به پوځیان له خپلې خوا هېڅ کار نه کوي.

د پوځ ویاند وايي، سرتېري به د انتخاباتي افسرانو تر واک لاندې اقدام کوي
د پوځ ویاند وايي، سرتېري به د انتخاباتي افسرانو تر واک لاندې اقدام کوي

خو د مسلم لیګ (ن) یو سیاستوال او د کمېټۍ بل غړی محمد جاوېد عباسي وايي، د انتخاباتو په اړه یې په غونډه کې له پوځي ویاند څخه ډېرې پوښتنې وکړې:

((ما او دوو نورو ملګور دا پوښتنه وکړه چې یو ګوند دی چې په نښه شوی. دا به څنګه ازاد او شفافه انتخابات وبولو؟ نګران حکومتونه هم بې پرې نه دي. دا به څنګه انتخابات وي چې د یو ګوند پښې لاسونه تړل کېږي نو د پوځ ویاند په ځواب کې وویل، دا د دوی نه بلکې د الېکشن کمېشن ذمه واري ده.))

عباسي زیاتوي چې انتخاباتي کمېشن یې هم له خپلو اندېښنو خبر کړی.

کمېشن او نګران وفاقي او صوبايي حکومتونو په بیا بیا ویلي، ازاد، پاک او راڼه انتخابات باوي کوي.

خو سېنېټر عتیق شیخ زیاتوي چې د پوځ ویاند د کمېټۍ ټول غړي مطمین کړل.

انتخاباتي کمېشن او پوځ وايي، د جولای پر ۲۵مه به د پاکستان د ووټونو په ټولو مرکزونو او شاوخوا سیمو کې درې لاکه ۷۱ زره پوځي سرتېري ځای پر ځای وي.

هلته د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د جولای پر ۱۹مه په راولپېنډۍ کې د انتخاباتي مرستو یو مرکز ته ورغلی او هلته یې د انتظاماتو جاج اخیستی.

XS
SM
MD
LG