ټرمپ ویلي که ایران ۴۸ ساعتونو کې د هرمز تنګی خلاص نه کړ نو د انرژۍ پر بېخبنا یې حملې پیلوي

امریکايي ولسمشر ټرمپ د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو (کیڼ لوري ته) سره د میریلینډ په پوځي اډه کې په الوتکه کې د سپرېدو لپاره روان دی - د مارچ ۲۰مې انځور

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ تهران ته خبرداری ورکړی دی چې که په ۴۸ ساعتونو کې د هرمز تنګی په بشپړ ډول نه پرانیزي نو د ایران د انرژۍ پر زېربنا (انفراسټرکچر) به حملې وکړي.

ټرمپ د مارچ پر ۲۱مه پر ټروت سوشل لیکلي چې تهران دې "بې له قید او شرطه" د تېلو د لېږد هغه لاره خلاصه کړي او که داسې یې و نه کړل نو د ایران برېښناکوټونه (بجلي ګرونه) به وولي.

ایراني پوځ په ځواب کې په بیان کې ویلي چې که واشنګټن داسې وکړي نو په خپلو ګاونډیو هېوادونو کې به له امریکا سره پر تړلیو کمپنیو (شرکتونو) او بېخبنا بریدونه وکړي.

هرمز تنګی د ايران او عمان ترمنځ پروت دی چې له لارې یې د نړۍ ۲۰ فیصده تېل بېلابېلو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

ټرمپ دا خبرداری پر داسې مهال ورکړی دی چې د واشنګټن اروپايي متحدانو او جاپان د مارچ پر ۱۹مه په هغه ستراتیژیک تنګي کې د کښتیو او بېړیو د تګ راتګ خوندي کولو هڅو ته چمتووالی وښود.

د برېتانیې، فرانسې، جرمني، اېټالیې، نېدرلینډز (هالینډ) او جاپان په ګډه اعلامیه کې وویل چې د هرمز تنګي له لارې د خوندي تګ راتګ باوري کولو لپاره په "مناسبو هڅو" کې برخه اخلي.

خو هغو هېوادونو ټینګار وکړ چې هر ډول اقدام به یوازې د اوربند تر کېدو وروسته وکړي.

ټرمپ په وروستیو کې پر خپلو ناټو متحدانو نیوکې کړې وې چې ولې په مستقیم ډول د سیمې د کښتيو د امنیت لپاره نه دي حاضر شوي.

د هرمز تنګي زياتره برخه په سیمه کې د جګړې له پیلېدو راهیسې تړلې ده.

امریکا او اسراییلو د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې پر ایران حملو ته دوام ورکړی دی او تهران یې په ځواب کې پر اسراییلو او په خلیجې هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو د توغنديو او ډرون بريدونه جاري ساتلي دي.

په سیمه کې دې وضعیت د جګړې پراخېدو اندېښنې زېږولې دي او له کبله یې د تېلو بیې لوړې شوې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران د امریکايي او اسراییلي حملو تر پیلېدو وروسته په سمدستي ډول په منځني ختیځ کې د جګړې درولو غوښتنه کړې وه.