د شمالي وزیرستان د درپه خېلو مشرانو له ضلعي انتظامیې غوښتي چې د هغوی او د تبي قبیلې ترمینځ دې د ځمکې د حدودو پر سر د شخړې د هواري لپاره اقدامات وکړي.
د درپه خېلو مشرانو، چې له تېرو څو اونیو راهیسې په سیمه کې پر احتجاج ناست دي، د جنورۍ پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې د دوی او د تبي قبیلې ترمینځ د ځمکو حدونه معلوم نه دي چې له وجې یې اکثر د دواړو خواوو ترمینځ لانجې مخې ته راځي.
د درپه خېلو یو مشر ملک سیف الله د جنورۍ پر ۱۲مه په میرامشا کې احتجاجي غونډې ته د وینا پر مهال وویل، هغوی چې د ۲۰۱۴ز کال تر ضرب عضب پوځي عملیاتو وروسته خپلو سیمو ته ستانه شول نو له تبي قبیلې سره یې په ډنډي درپه خېلو کې د ځمکو لانجه شروع شوه چې تر اوسه نه ده حل شوې.
د احتجاج یو بل مشر ملک اختر جان احتجاجي غونډې ته وویل چې انتظامیه او پوځ واک لري چې د سیمې د اوسېدونکو ترمینځ د ځمکې شخړې هوارې کړي خو تر اوسه یې په دې اړه لازم ګامونه نه دي اخیستي.
د تبي قبیلې مشرانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم احتجاج کړی دی.
د شمالي وزیرستان د انتظامیې یوه چارواکي، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د درپه خېلو او تبي قبیلو ترمینځ د ځمکې د حدبندۍ پر سر لانجه په عدالت کې روانه ده خو تر اوسه یې څه فیصله مخې ته نه ده راغلې، خو د نوموړي په وينا، دوی هڅه کوي چې د مشرانو د جرګې له لارې دې شخړې ته د حل لاره پیدا کړي.
په شمالي وزیرستان کې د ځمکو د حدونو پر سر یوشمېر لانجې دي چې ورڅخه یې یوه په غلام خان، بله یې په میرامشا ډنډې کې ده او همداراز، په میرلي کې هم د ولسونو ترمينځ د ځمکو د پولو پر سر لانجه ده چې له وجې یې په تېرو کلونو کې نښتې هم شوې دي.
د دې ترڅنګ، د جنوبي وزیرستان مسید هم د شمالي وزیرستان له وزیرو سره په رزمک کې د ځمکې لانجه لري.
د شمالي او جنوبي وزیرستانونو انتظامیو په بیا بیا ویلي دي چې د ځمکو د لانجو د هواري هڅې کوي او په دې لړ کې ځینې قضیې په عدالتونو کې هم دي.
له دې پرته د نړیوال پرمختګ لپاره د امریکا نړیوالې ادارې (یو اېس اې ای ډي) د ۲۰۲۳ز کال په جولای کې د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې د ځمکو د رجسټرولو او کمپیوټري کولو لپاره د هغې صوبې له حکومت سره موافقه لاسلیک کړه.
یو اېس اې ای ډي د هغې موافقې له مخې په قبایلي ضلعو کې د ځمکو د رېکارډ رسمي کولو په لړ کې له حکومت سره مرسته کړې.