مومندو کې د ګاډي اوښتو پېښې ۳ کسان وژلي او ۳ نور يې ژوبل کړي دي

خيبر پښتونخوا کې د ژغورنې ادارې کارکوونکي او عام کسان کندې ته له پرېوتي ګاډي مړي او ژوبل کسان راباسي ـ انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا په مومندو ضلع کې يو ګاډی کندې ته پرېوتی دی چې پکې درې کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوی دي.

د مرستندویه او ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ضلعي چارواکو د جنورۍ پر ۳۰مه په خپاره کړي بيان کې وويل چې پېښه نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې هغه وخت وشوه کله چې يو ګاډی د ډنډ په غرونو کې د شوقدر پر لور کوزېدی چې له سړک څخه بې لارې شو او يوې لويې کندې ته پرېوت.

بيان کې راغلي دي چې د رېسکيو ۱۱۲۲ کارکوونکو په ګاډي کې وژل شوي او ژوبل کسان د مومندو لوی روغتون ته رسولي دي.

بيان زياتوي چې په ګاډي کې سپاره کسان د مومندو د امبار تحصيل اوسېدونکي ول.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې زياتره وخت د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او د هغوی د سمې روزنې نه کېدو او پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي.

د دې ترڅنګ په ځینو وړو ښارونو او کلیوالو سیمو کې د ټرافیک کنټرول نظام کمزوری دی چې د حادثو مخه نیول ګرانوي. داراز، په ګاډو کې له اندازې زیات بار لېږدول یې هم کله نا کله توازن خرابوي او د پېښو ښکار کېږي.

د همدې له کبله په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو برخو کې وخت په وخت ټرافیکي پېښې خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اړوي.