د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د مارچ پر ۱۲مه په يو لنډ سفر سعودي عرب ته تللی دی.
د وزیراعظم دفتر په بیان کې ویلي دي چې شريف دا سفر د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په بلنه ترسره کوي.
اعلامیه زیاتوي چې دواړه مشران به "د سیمې پر روانو ترینګلتیاوو، د سیمې د امنیتي وضعیت او د دواړو هېوادونو ترمينځ پر دوه اړخیزو اړیکو نظرونه تبادله کړي."
شريف داسې مهال سعودي ته سفر کړی چې په منځني ختیځ کې سخته جګړه روانه ده، او خلیجي هېوادونه، چې سعودي عرب هم پکې شامل دی، د ایران له بریدونو سره مخامخ دي.
تهران وايي چې هغه بریدونه د امریکا او اسراييلو د حملو په غبرګون کې پر اسراييلو او په خليجي هېوادونو کې د امريکا پر پوځي اډو او تاسیساتو کوي.
پر ايران د امريکا او اسراييلو د بريدو له پيلېدو یوه اونۍ وروسته، د مارچ پر اوومه د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر هم سعودي عرب ته سفر کړی وو او هلته يې د سعودي له دفاع وزیر خالد بن سلمان ال سعود سره ليدلي وو.
د پاکستان پوځ د عامه اړيکو دفتر (ای اېس پي ار) هغه مهال ويلي ول چې دواړو مشرانو د هغه امنیتي وضعیت "جدي والی وڅېړه" چې پر سعودي عرب د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د بریدونو له امله پیدا شوی دی.
دوی همداراز د هغه "ستراتېژیک دفاعي تړون" په چوکاټ کې، چې پاکستان او سعودي عرب په ۲۰۲۵ز کال کې لاسلیک کړی وو، هغه ګډ اقدامات هم وڅېړل چې د بریدونو د مخنیوي لپاره "اړین" دي.
امریکا او اسرايیليو د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران پراخ هوايي بریدونه پيل کړل.
بلخوا ايران پر اسراييلو د ځوابي بريدونو تر څنګ په خلیجي هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو د توغنديو او ډرون بريدونو ته دوام ورکړی دی چې د پراخې جګړې د پیلیدو په اړه یې اندېښنې زېږولې دي او له کبله یې د تېلو بیې لوړې شوې دي.