د خيبر پښتونخوا په بنو کې ناپېژندليو وسلوالو پر یو ګاډي ډزې کړي او پکې سپاره درې کسان يې ژوبل کړي دي.
د بنو پولیسو د مشال راډیو په ګډون ګڼو رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د جنورۍ پر ۱۴مه سهار وختي، د ډومېل تاڼې په حدودو کې دا پېښه شوې ده.
د پولیسو د بیان له مخې، بریدګر تر ډزو وروسته تښتېدلي، د هغوی پلټنې دوام لري او ژوبل کسان روغتون ته رسول شوي دي.
تر اوسه معلومه نه ده چې دا د شخصي دښمنۍ پېښه ده او که وسلوال برید وو.
کومې وسلوالې ډلې لا د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
په بنو او شاوخوا سیمو کې تر دې وړاندې هم پر ولسي خلکو دا ډول بریدونه ترسره شوي دي. د جنورۍ پر ۱۳مه هم په بنو کې د پېژندليو وسلوالو په ډزو د امن کمېټۍ څلور کسان وژل شوي ول.
د امن کمېټۍ پر غړو د برید ذمه واري هم چا نه وه منلې.
بل پلو د شمالي وزیرستان انتظامیه وايي چې وسلوالو د شوې تحصیل پر کرم سیند جوړ پل په چاودېدونکو موادو الوځولی دی چې له وجې یې له میرامشا او میرلي سره د شوې تحصیل د خلکو تګ راتګ ځنډېدلی دی.
تر اوسه چا د پل د الوځولو مسوولیت نه دی منلی.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.
له دې سره په تېرو کلونو کې د صوبې په جنوبي ضلعو او قبايلي سيمو کې د وسلوالو پرضد پر ولسي وګړو او کورونو ډرون بريدونه او د هاوان مرميو (مارټر ګولیو) لسګونه بریدونه شوي چې پکې اکثر مرګژوبله اوړي.
د هغو سیمو اوسېدونکو په نښتو او د وسلوالو پر ضد په عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پر ضد څو ځلې مظاهرې کړې دي.
بل پلو حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په عملیاتو کې د ولسي وګړو د ځان او مال ساتنې ته ژمن دي.