د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې د شړکنده ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې ۱۷ تنه وژل شوي او ۵۶ ژوبل دي.
د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) ویندوی انور شهزاد د مارچ پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل، هغه پېښې په بنو، کواټ (کوهاټ)، شمالي وزیرستان، باجوړ، بر دیر او اېبټ اباد کې شوې دي.
دی وايي، په وژل شویو کې ۱۴ ماشومان او له ژوبلو څخه یې هم ۲۶ ماشومان دي.
شهزاد وايي، ورښتونو تر ټولو زیات زیان په بنو کې اړولی دی او هلته اته تنه وژل شوي او ۴۲ ژوبل دي.
تر دې مخکې د بنو انتظامیې ویلي ول چې هلته د دوو کورونو د چتونو پرېوتو پېښې څلور تنه وژلي او ۴۱ یې ژوبل کړي دي.
انتظامیې په بیان کې ویلي دي چې د مارچ پر ۲۹مه شپې مهال په کوټکه غلام قادر سیمه کې د واده پر مهال د یوې حجرې چت پرېوت چې دوه تنه یې ووژل او ۳۹ یې ژوبل کړل.
بیان وايي، پر هم هغه شپه په اخوندانو ماماخېلو کې د یو بل کور چت پرېوتو له وجې دوه ماشومان ووژل شول او دوه ژوبل شول.
د بنو د روغتیا ادارې ویلي دي چې ژوبل کسان د ښار روغتون ته لېږدول شوي دي او درملنه یې روانه ده.
د بنو انتظامیې تر هغو پېښو وروسته په بیان کې ویلي چې هغه خلک چې کورونه یې خام یا کچه دي او چتونه یا دېوالونه یې د پرېوتو له خطر سره مخامخ دي، دې خوندي ځایونو ته ولاړ شي او کولای شي چې په لنډمهالي ډول د سرکاري ښوونځیو په ودانیو کې واوسي.
د پي ډي اېم اې ویاند انور شهزاد وايي، بارانونو د صوبې په بېلابېلو ضلعو کې ۱۱ کورونه زیانمن کړي دي.
د موسمي چارو صوبايي اداره وايي، په خیبر پښتونخوا کې پسرلني بارانونه د مارچ له ۲۵مې پیل شوي دي چې تر ۳۱مې پورې به دوام لري.
په پاکستان او افغانستان کې سخت ورښتونه اکثر خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړوي.
تر دې مخکې د جنورۍ له درېیمې اونۍ څخه د سختې واورې او باران پر مهال په خیبر پښتونخوا کې په بېلابېلو پېښو کې ۱۱ تنه وژل شوي ول.
په هغو ورځو کې په بلوچستان او افغانستان کې هم ورښتونه شوي ول چې لویې لارې یې تړلې وې.
د طالبانو حکومت هغه مهال ویلي ول چې په بېلابېلو ولایتونو کې د ورښتونو پر مهال په پېښو کې لږ تر لږه ۶۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان دي.
تر دې مخکې د ډېسېمبر په پای او د ۲۰۲۶ز کال د جنورۍ په پیل کې تر اوږدې وچکالۍ وروسته د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې درې ورځې سخت ورښتونه وشول چې له وجې یې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه واړول.