تحریک انصاف تور پورې کوي چې پولیسو یې د اډیالې زندان مخې ته پر پرلتوالو اوبه شیندلې دي

د تحریک انصاف سیاستوالانو او پلویانو د ډېسېمبر پر نهمه اډیالې زندان ته پر تلونکي سړک احتجاجي پرلت وواهه.

پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) تور پورې کوي چې پولیسو یې د راولپېنډۍ اډیالې زندان مخې ته د سیاستوالانو او پلویانو د پرلت ختمولو لپاره ورباندې د ټانکرو له پایپونو اوبه شیندلي دي.

ګوند د ډېسېمبر پر ۱۰مه سهار وختي پر خپله رسمي اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) لیکلي چې د ډېسېمبر پر نهمه د پخواني وزیراعظم عمران خان د کورنۍ او ګوند غړو غوښتل چې په زندان کې له هغه سره وګوري، خو چې چارواکو اجازه ور نه کړه نو زندان ته یې څېرمه احتجاجي پرلت وواهه.

دوی تور پورې کوي چې پولیسو د پرلت ختمولو لپاره په "سخته یخنۍ کې" ورباندې اوبه وشیندلې.

پی ټي ای په بیان کې ويلي چې له عمران خان سره د هغه د کورنۍ او ګوند غړي ملاقات ته نه پرېښوول د عدالت د حکم او د بشري حقونو سرغړونه ده.

پاکستانیو چارواکو تر اوسه د تحریک انصاف ګوند د مشرانو د دې دعوو په ځواب کې څه نه دي ویلي.

تحریک انصاف وايي، د اډیالې له زندان سره یې پرلت د ډېسېمبر پر ۱۰مه تر شپې شاوخوا دوه نیمو بجو روان وو چې پولیسو منتشر کړ.

د ګوند مشر ګوهر علي خان، جنرل سېکرټر سلمان اکرم راجا، د ګوند د خيبر پښتونخوا څانګې مشر جنېد اکبر خان او د عمران خان خویندو علیمې خان، عظما خان او نورین نیازۍ تر څنګ د ګوند لسګونه غړو او پلویانو هم په احتجاج کې ګډون وکړ.

پي ټي ای په تېرو اونیو کې څو ځلې دعوه کړې چې د زندان چارواکي د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر سهېل اپرېدي په ګډون د ګوند مخکښ مشران، د پارلېمان غړي، سیاستولان، وکيلان او د عمران خان کورنۍ غړي ورسره ملاقات ته نه پرېږدي.

د زندان انتظامیې لا رسماً د تحریک انصاف دعوې ته غبرګون نه دی ښوولی خو چارواکو یې د نومونو نه جوتولو په شرط ځینو رسنیو ته ویلي، د "یولړ امنيتي او انتظامي ستونزو" له امله له خان سره د ليدو اجازه نه ورکوي.

د پاکستان وفاقي حکومت البته وايي چې د قانون له مخې یې له خان سره پر ملاقاتونو بندیز لګولی دی.

له ښي لوري: د عمران خان خویندې عظما خان، علیمه خان، او نورین نیازۍ د تحریک انصاف له پلویانو سره یوځای اډیالې زندان ته پر تلونکي سړک احتجاجي لاریون کوي - د ډېسېمبر نهمې انځور.

د عمران خان خور عظما خان د څو اونیو تر هڅو وروسته د ډېسېمبر پر دویمه له خپل ورور سره تر لیدو وروسته وویل چې خان ښه دی خو ګوښه ساتل شوی دی.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې په ګډون رسنۍ وايي، وفاقي حکومت په وروستیو کې پر عظما خان د زندان د "ضابطې ماتولو" پر سر له خپل ورور سره پر ملاقات بندیز ولګاوه.

د قانوني چارو وزیر اعظم نذیر تارړ د ډېسېمبر پر څلورمه په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال وویل چې نوموړې له خپل ورور سره په ملاقات کې "سیاسي بحثونه" کړي دي نو ځکه نور ورسره نه شي لیدلای.

نوموړي دا څرګندونې تر هغې وروسته وکړې چې پي ټي ای پر هم هغه ورځ د خان او د هغه د خور ترمینځ د ملاقات حال خپور کړ چې پکې د ګوند د بنسټګر له خولې پر پوځ د انتقاد ترڅنګ په پاکستان کې د ایین او قانون سرلوړۍ ختمېدو، د بشري حقونو سرغړونو او پر سیاسي وضعیت یو لړ تبصرې لیکل شوې وې.

داراز، د پاکستان د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزیر عطا الله تارړ د ډېسېمبر پر نهمه د اردو ژبې له جیو نیوز ټېلېوېژن سره په مرکه کې وویل، له خان سره پر ملاقاتونو بندیز د "قانون له مخې" لګول شوی دی.

عمران خان د ۲۰۲۳ز کال په اګست کې د درغليو په يوه قضيه کې ونیول شو چې تر اوسه د راولپېنډۍ په اډيالې زندان کې بندي دی.

وروسته د هغه پرضد نورې قضيې هم جوړې شوې چې په ځينو کې يې عدالتونو د خوشې کولو امر کړی دی.

عمران خان پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې پر وړاندې یې دایرې ټولې قضيې سياسي انګېزه لري.