د میرلي اوسېدونکو د امنیتي سرتېرو او وسلوالو په نښتو کې د ولسي وګړو مرګژوبلې ضد احتجاج کړی دی

د میرلي اوسېدونکو پخوا هم په توغندیو او ډرون حملو کې د ولسي وګړو تر مرګژوبلې وروسته پرلتونه وهلي دي - انځور له ارشیفه.

د شمالي وزیرستان د میرلي اوسېدونکو د امنیتي سرتېرو او وسلوالو ترمینځ په تازه نښتو کې د یو ولسي وګړي د وژنې او پینځو نورو تر ژوبلېدو وروسته د بازار په مرکزي څلورلاره کې احتجاجي پرلت وهلی دی.

د ښار یوشمېر اوسېدونکو او سیاستوالانو مشال راډیو ته وویل، د ډېسېمبر پر ۱۷مه هلته شاوخوا ټوله ورځ د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمینځ نښته روانه وه چې پکې د موسکي کلي یو اوسېدونکی نعیم الله ووژل شو او د میرلي پینځه ولسي وګړي ژوبل شول.

د شمالي وزیرستان سیاسي اتحاد مشر خلیل خان مشال راډیو ته وویل، د وژل شوي کس جنازه یې د ډېسېمبر پر ۱۸مه سهار شاوخوا ۱۰ بجې د میرلي بازار په څلورلاره کې وکړه او هم هلته یې احتجاجي ناسته پیل کړه چې پکې د بېلابېلو ګوندونو سیاستوالان، د غورځنګونو مشران او ولسي وګړي ګډون کوي.

دی وايي، د امنیتي سرتېرو او وسلوالو ترمینځ پر یو بل په بریدونو او نښتو کې اکثر "ابادۍ او کاروباري مرکزونه" په نخښه کېږي.

خان وايي، پوځ او وسلوال چې "په خپل مینځ کې هر څه کوي، هغه دې کوي" خو "له ابادۍ دې یې لیرې" کوي.

د پرلت ګډونوال او د عوامي نیشنل ګوند ځايي مشر نثار علي خان، چې یوه ورځ مخکې یې پر کور د هاوان دوه مرمۍ لګېدلې وې او پکې یې ورور او لور ژوبل شوي ول، د ډېسېمبر پر ۱۸مه له مشال راډیو سره په خبرو کې له انتظامیې وغوښتل چې د امنیت ذمه واري دې په سم ډول پوره کړي او د ولسي وګړو خوندیتوب دې باوري کړي.

ده وویل، په تازه نښتو کې د خلکو کورونه لګېدلي او څاروي یې وژل شوي دي.

خان دعوه وکړه چې په نښتو او بریدونو کې داسې "واټر پروف (اوبه ضد)" توغندي کارېږي چې که پر کوم ځای ولګي نو تر "پینځو یا شپږو ګېنټو" پورې یې اور "په اوبو نه شي" وژل کېدای.

ده زیاته کړه چې په بریدونو او نښتو کې اکثر ولسي وګړو ته مرګژوبله اوړي.

نثار علي خان او د سیمې اوسېدونکو د ډېسېمبر پر ۱۷مه هم مشال راډیو ته ویلي ول چې کله چې وسلوال له ابادۍ څخه پر پوځي کیمپ توغندي وولي، نو هغوی بیا له کیمپه مارټر مرمۍ ولي او له هېلېکاپټرو او ډرونونو څخه بمونه غورځوي.

هغوی ویلي ول چې په میرلي کې تازه نښتې تر هغې وروسته پیل شوې چې د ډېسېمبر پر ۱۶مه شپې مهال وسلوالو پر پوځي کیمپ توغندی وویشت.

پوځ لا د میرلي د پرلتوالو د څرګندونو او امنیتي وضعیت په اړه څه نه دي ویلي خو د شمالي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد یوسف کریم په نښتو کې ولسي وګړو ته پر اوښتې مرګژوبلې خپګان ښوولی او ویلي یې دي چې د خلکو د شکایتونو په اړه له امنیتي چارواکو سره په رابطه کې دی.

نوموړي د ډېسېمبر پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، د میرلي له اوسېدونکو سره جرګه کوي او له "حکومتي پالیسۍ" سره سم د هغوی د ځاني او مالي زیانونو "تاوان" ورکوي.

کریم زیاته کړه چې انتظامیه "کوښښ" کوي چې په میرلي کې "حالات نارمل (عادي)" شي.

د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې خلکو تر دې مخکې هم په نښتو او عملیاتو کې ولسي وګړو ته د ځاني او مالي زیان اوښتو پرضد مظاهرې کړې دي.

له تېرو څلورو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.

له دې سره په تېرو کلونو کې د صوبې په جنوبي ضلعو او قبايلي سيمو کې د وسلوالو پرضد پر ولسي وګړو او کورونو ډرون بريدونه او د هاوان مرميو (مارټر ګولیو) لسګونه بریدونه شوي چې پکې اکثر مرګژوبله اوړي.

د ډېسېمبر پر ۱۳مه د بنو په مامندخېلو (مهمندخېلو) کې پر یو دوکان د پوځ په ډرون برید کې د یوې وسلوالې ډلې قومندان او درې ماشومان ووژل شول.

د هغو ضلعو اوسېدونکي اکثر د حملو تور د پاکستان پر پوځ پورې کوي.

خو پوځ ټینګار کوي چې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پوره پام کوي.

پوځ او د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، په صوبه کې امنیت ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.