د پاکستان ولسمشر عارف علوي په دويم ځل هم د سپريم کورټ د مشر قاضي د واک محدودولو قانوني مسوده نه ده لاسلیک کړې او بېرته يې حکومت ته لېږدولې ده.
د اپرېل پر ۱۹مه د پاکستان د ولسمشر پر رسمي ټوېټر پاڼه ليکل شوي، "دا معامله په سپريم کورټ کې تر اورېدنې لاندې ده نو ځکه د عدالت په احترام کې ورباندې نور اقدام کول مناسب نه دی."
صدر مملکت نے سپریم کورٹ ( پریکٹس اینڈ پروسیجر) بل، 2023 ء دستخط کیے بغیر واپس بھیج دیاقانون سازی کی اہلیت اور بل کی درستگی کا معاملہ ملک کے اعلیٰ ترین عدالتی فورم کے سامنے زیر سماعت ہے، صدر مملکت معاملہ زیرسماعت ہونے کے احترام میں، بل پر مزید کوئی کارروائی مناسب نہیں، صدر
— The President of Pakistan (@PresOfPakistan) April 19, 2023
تر دې وړاندې د اپرېل پر اتمه نېټه هم ولسمشر علوي دغه قانوني مسوده له لاسليکولو پرته حکومت ته د "بيا کتنې" لپاره استولې وه.
د پاکستان قامي اسمبلۍ او سېنېټ د سپریم کورټ د اقداماتو او د چارو د بهیرونو (پرېکټېس اېنډ پروسيجر بېل ۲۰۲۳ز) په نوم قانوني مسوده د مارچ پر ۲۸مه منظوره کړې وه خو چې کله ولسمشر علوي له لاسليکولو پرته بېرته حکومت ته ولېږدوله نو د پارلېمان دواړو جرګو قامي اسمبلۍ او سېنېټ په ګډه غونډه کې د دویم ځل لپاره منظوره کړه او بيا يې د لاسليک لپاره ولسمشر ته واستوله.
دا بېل د سپریم کورټ له چیف جسټس څخه د سو موټو نوټس یا له خپله اړخه د اقدام کولو حق اخلي او دا واک د هغه په ګډون درو ججانو ته ورکوي.
پر دې موضوع د اېتلافي حکومت او چيف جسټس عطا بنديال ترمینځ اختلافات تر هغه وروسته زیات شول چې نوموړي په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د انتخاباتو په اړه له خپلې خوا اقدام وکړ او بیا یې په پنجاب کې د مۍ پر ۱۴مه د صوبایي انتخاباتو امر وکړ. تر دې وړاندې د انتخاباتو کمېشن د صوبایي انتخاباتو لپاره د اکتوبر اتمه نېټه اعلان کړې وه.
چیف جسټس عمر عطا بنديال د اپرېل پر ۱۳مه نېټه د مسودې پرضد د درخواستونو د اورېدنې پر مهال امر وکړ چې که ولسمشر هغه بېل لاسلیک هم کړي، نه دې عملي کېږي. نوموړي هغه حکومتي مسوده د عدلیې په ازادۍ کې مخامخ مداخله وبلله.
خو پر هم هغه ورځ د پاکستان د واکمنو ګوندونو اتحاد پاکستان جمهوري غورځنګ د عدالت امر رد کړ او د عمر عطا بنديال په مشرۍ درې کسيزه جرګګۍ يې لانجمنه او يو اړخيزه وبلله.
د پاکستان د قانون وزیر اعظم نذير تارړ ويلي چې د ايين له مخې د ولسمشر نه لاسلیکولو په صورت کې هم هغه بېل د اپرېل پر ۲۰مه خپله د قانون په بڼه عملي کېږي.
په پاکستان کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د انتخاباتو د نېټې پر سر ناندرۍ روانې دي. په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې دا مهال نګران حکومتونه دي. د خیبر پښتونخوا ګورنر د جنورۍ پر ۱۷مه د هغه وخت د اعلا وزير محمود خان پر سپارښتنه صوبايي اسمبلۍ ماته کړه. تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه د پنجاب اسمبلۍ ړنګه شوې وه.
د پاکستان مرکزي حکومت دريځ لري چې په اوس وخت کې انتخابات د خراب اقتصادي حالاتو او ناامنیو له کبله نه شي کېدلای. د چارواکو په وينا، له همدې امله بايد د قامي او څلورواړه صوبو اسمبلیو انتخابات د روان کال په اکتوبر کې وشي.