پېښور کې د کډوالو شورا وايي چارواکو پر افغانانو د هېواد پرېښودو لپاره فشار زیات کړی دی

په لارۍ کې سپره افغانه کورنۍ د پېښور او تورخم ترمینځ پر لویه لاره هېواد ته ستنېږي - د سېپټېمبر لومړۍ نېټې انځور.

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د افغان کډوالو شورا وايي، انتظامي چارواکو او پولیسو له شاوخوا یوې اونۍ راهیسې پر افغانانو هېواد ته د ستنېدو لپاره فشار زیات کړی دی.

د کډوالو د شورا مشر عصمت الله توخي د ډېسېمبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، انتظامي چارواکي او پولیس په پېښور، خیبر او خواوشا سیمو کې د افغانانو ابادیو ته ځي او ورته وايي چې ژر تر ژره دې له پاکستانه وځي.

دی وايي، اوسمهال په افغانستان کې سخته یخني ده نو چارواکي دې یې تګ ته نه مجبوروي او د طالبانو حکومت دې هم ورستنېدونکو ته د سرپناه او له سړو د خوندي پاتې کېدو بندوبست وکړي.

توخي زیاته کړه چې چارواکي دې افغانانو ته د کورنیو توکو ترڅنګ د خپلو تجارتي سامانونو د لېږد اجازه هم ورکړي.

خو تورخم کې د ګمرک یا کسټمز چارواکو مشال راډیو ته وویل، د ګمرکي قوانینو له مخې خلکو ته د سوداګریزو توکو د لېږد اجازه نه شي ورکولای.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند شفیع جان د ډېسېمبر پر ۲۳مه له رسنیو سره په خبرو کې وویل، په صوبه کې د افغانانو پنډغالي (کیمپونه) له نه دي خالي شوي.

نوموړي دا و نه ویل چې انتظامي او پولیس چارواکي د چا په امر د افغانانو کورونو ته ځي او ورته د هېواد پرېښودو سپارښتنه کوي، خو زیاته یې کړه چې که هغوی افغانستان ته ستنېږي نو حکومت به یې په "عزت او احترام" ولېږدوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت په وروستیو کې وویل، په ټول هېواد کې د کډوالو پاتې کیمپونه تړي.

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه په لاهور کې خبري غونډې ته ویلي ول چې په بلوچستان، سیند او پنجاب کې د کډوالو کیمپونو بندول په کامیابۍ روان دي خو زیاته کړې یې وه چې د خیبر پښتونخوا حکومت ورسره په دې لړ کې همکاري نه کوي.

د خیبر پښتونخوا حکومت تر دې مخکې د افغانانو د جبري اخراج مخالفت کړی وو. د صوبې پخواني اعلاوزیر علي امین ګنډه پور په اپرېل کې پولیسو او انتظاميې ته امر کړی وو چې افغان کډوال دې په زور نه باسي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو هم په بیا بیا له اسلام اباده غوښتي دي چې د نړیوالو قوانینو په درناوي دې کډوال په زور نه باسي.

د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) د ډېسېمبر پر ۱۶مه په يو بیان کې پر پاکستان، ایران او نورو هېوادونو غږ وکړ چې افغانان دې جبراً نه ستنوي.

هغه سازمان ویلي ول چې د نړیوال قانون له مخې پناه غوښتونکي په زور نه شي ایستل کېدای او چې هر هېواد دا کار کوي، ناقانونه دی.

داراز، د طالبانو حکومت هم له اسلام اباد او تهرانه غوښتي دي چې افغانان دې په تدریجي ډول خپل هېواد ته ولېږدوي.

خو پاکستان او ایران له ۲۰۲۳ز کال راهیسې د افغانانو ایستلو ته زور ورکړی دی.

تهران او اسلام اباد د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو پر اندېښنو او د طالبانو د حکومت پر غوښتنو سربېره د افغانانو ایستلو ته دوام ورکړی دی او دا کار د خپل ملي امنیت په ګټه بولي.

پاکستان ۲۰۲۵ز کال له د سېپټېمبر له پیل راهیسې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د مهاجرت کارډ (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) لرونکو د ستنولو بهیر ته دوام ورکړی دی.

یو اېن اېچ سي ار وايي، په پاکستان کې څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان پي او ار کارډرونه لري.

داراز، د ۲۰۲۵ز کال له اپرېل راهیسې له پاکستانه د بې اسناده او د افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکو هېواد ته د لېږدولو دویم پړاو هم دوام لري.

د پاکستان حکومت وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسانو د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري. هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول.

ملګري ملتونه وايي، دواړو هېوادونو په ۲۰۲۵ز کال کې تر ۲.۶ مېلیونو زیات افغانان هېواد ته ستانه کړي دي.