یو شمیر افغان خبریالانو د فرانس په سرښار، پېرس کې د مظاهې په ترڅ کې غوښتنه وکړه چې په ايران او پاکستان کې بند پاتې افغان خبریالان دې اروپا ته ولېږدول شي.
د دې احتجاج يوې تنظيمونکې ادارې، د افغانستان دخبریالانو د ملاتړ سازمان د دیسمبر پر ۲۰مه، په يوه خبرپاڼه کې وويل چې چې اوسمهال لسګونه خبریالان او د هغوی کورنۍ په پاکستان او ایران کې مېشته دي خو په غربي هېوادونو کې یې د پناه اخیستو غوښتنليکونه رد شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلې چې نړۍ بايد له خطر سره مخ، هغه خبریالان يوازې پرېنږدي او د ملاتړ په کولو سره دې یې خوندي هېوادونو ته ولېږدوي. د پناه اخیستو غوښتونلیکونه رد شوي یا یې برخه لیک نه دی څرګند ، هلته پاته دي.
په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ګڼ افغانان پاکستان ته ولاړل چې له هغه ځایه نورو هېوادونو کې پناه واخلي. په هغو کې ډېر یې خبریالان، مدني فعالان، هنرمندان، سیاستوال او پخواني افغان سرتېري ول. هغوی دريځ لري چې په تېر جمهوري حکومت او له نړیوالو ادارو سره د کار له امله یې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې ژوند خوندي نه دی.
پاکستان او ایران له ۲۰۲۳ کال راهیسې د افغانانو ایستلو ته زور ورکړی دی. پاکستاني چارواکي د خپل دې ګام لپاره دلیل وړاندې کوي چې په ملک کې یې امنیتي حالت خراب دی نو ځکه هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې ژوند وکړي.
د دیسمبر پر ۱۴مه جرمني ځينو پاکستان مېشته افغانانو ته په ليکلي بڼه ويلي ول چې د هغوی کارونه یې درولي او ویزې نه ورکوي. د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) پر دې نيوکې کړې وې. خو وروسته یې وويل چې ۵۳۵ افغانان به ژر له پاکستانه جرمني ته ولېېږدوي.