د خیبر پښتونخوا حکومت په منځني ختیځ کې د روانې شخړې او کړکېچ له کبله پاکستان ته د تېلو وارداتو (درامد) کمېدو او بیو زیاتېدو ته په کتو په اوونۍ کې د دوو اضافي ورځو لپاره د تعلیمي ادارو د تړلو ترڅنګ یولړ اقدامات اعلان کړي دي.
د ابتدايي او ثانوي او د لوړو زده کړو صوبايي وزارتونو د مارچ پر ۱۰مه په جلا، جلا بیانونو کې ویلي چې دا پرېکړه د مارچ پر نهمه د صوبايي کابینې په غونډه شوې ده.
بیانونه وايي، دا حکم به تر دوو میاشتو عملي وي او ټول دولتي او شخصي ښوونځي، کالجونه او پوهنتونونه به د اتوار (یکشنبې) تر څنګ د جمعې او خالي (شنبې) پر ورځو هم تړلي وي.
د تعلیمي چارو وزارتونه وايي، په نورو ورځو کې به د زدکړو پرلیکه (انلاین) او عادي غبرګ (هایبرېډ) بهیرونه روان وي.
د خیبر پښتونخوا حکومت مرستیال ویاند اکرام کټانه د مارچ پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، د دې تر څنګ یې په سرکاري ادارو کې هم تر دوو میاشتو پورې د ټولو غونډو پرلیکه یا انلاین کولو، د ۵۰ فیصده دفتري چارو له کوره کولو او سرکاري چارواکو ته د پخوا پرتله د کمو تېلو ورکولو پرېکړه کړې ده چې داراز لګښتونه کم او انرژي بچت کړای شي.
نوموړی زیاتوي چې چارواکي به د تېلو پمپونه سم څاري چې په ناقانونه ډول د تېلو د زېرمه کولو مخه ونیسي.
د خیبر پښتونخوا د دولتي سکولونو د استادانو ټولنې مشر پر حکومتي پرېکړې ناخوښي څرګنده کړې ده.
عزیز الله خان د مارچ پر ۱۰مه مشال راډيو ته وویل چې په ټوله صوبه کې انلاین ټولګي یا کلاسونه نه شي دایرېدای ځکه چې په ډېریو کورنیو کې ماشومان موبایل ټېلېفون، کمپیوټر یا لیپتایپ او انټرنېټ نه لري.
صوبايي حکومت دا فیصله تر هغې وروسته کړې چې وفاقي حکومت په منځني ختیځ کې د امریکا، اسراییلو او ایران ترمینځ د روانې جګړې له کبله په نړیوال بازار کې د تېلو بیو زیاتېدو ته په کتو د یو لیټر پېټرولو او ډیزلو نرخ ۵۵ روپۍ زیات کړ.
وزیراعظم شهباز شریف د مارچ پر نهمه ولس ته په ټېلېوېژني وینا کې د انرژۍ سپما (بچت) او اقتصادي وضعیت سم ساتلو لپاره یو ۱۴ نکاتي پلان اعلان کړ او و یې ویل چې د ټولو سرکاري او شخصي ادارو ۵۰ سلنه کارکوونکي به له کوره کار کوي او له بانکونو، صنعتونو او کرنیزو چارو پرته به ټول دفترونه په اونۍ کې څلور ورځې کار کوي.
د امریکا، اسراییلو او ایران د یو بل پرضد تر بریدونو وروسته په سیمه کې د تېلو بحران زېږېدلی او د ایران ګاونډي پاکستان د مارچ پر اوومه د تېلو بیو لوړولو اعلان وکړ.