د ایران ولسمشر منلې چې له امریکا سره به خبرو ته کښېني

د ایران ولسمشر مسعود پیزشکیان په تهران کې د خپلې کابينې غونډې ته وينا کوي ـ انځور له ارشيفه

د ایران ولسمشر مسعود پیزشکیان تایید کړې ده چې له امريکا سره يې د خپل اټومي پروګرام په اړه د مذاکراتو د پیل لارښوونه کړې ده.

نوموړي د فبرورۍ پر درېيمه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې هغه د ايران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ته لارښوونه کړې ده چې "عادلانه او مساوي مذاکرات" تعقيب کړي.

پزشکيان ليکلي دي، "ما خپل د بهرنیو چارو وزیر ته لارښوونه کړې، په دې شرط چې یو مناسب چاپیریال شتون ولري، له ګواښونو او غیر معقولو تمو څخه پاک، عادلانه او مساوي مذاکرات تعقیب کړي."

دا تر هغه وروسته ده چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ترمپ د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ايران ته خبرداری ورکړی وو چې که هغوی "معامله" ونکړي نو دا ځل به عمليات تر پخوا "سخت" وي.

ټرمپ د جنورۍ پر ۲۸مه پر خپله ټولينزه شبکه "ټروت سوشل" ليکلي وو چې یو ستر بحري ځواک د ایران پر لور روان دی، چې مشري یې د الوتکو وړونکې جګړه ‌ییزه بحري بېړۍ کوي.

د ټرمپ په وینا، دا ځواک تر هغه بیړني ځواک هم لوی او پیاوړی دی چې وینزویلا ته [د هغه هېواد د ولسمشر نيکولاس مادورو د نيولو لپاره] استول شوی وو.

اخوا د امريکا اکسیوس خبري شبکې د فبرورۍ پر دويمه راپور ورکړ چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د منځني ختیځ چارو لپاره د امریکايي ولسمشر ځانګړي استازي سټیف وېټکوف به د فبرورۍ پر شپږمه په استنبول کې سره وویني.

دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې خلکو د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ګرانۍ پر ضد مظاهرې پیل کړې چې ژر په حکومت ضد لاریونونو بدلې شوې.

په وروستیو کې په ایران کې ګراني په بېساري ډول زیاته شوې او د نړیوالو اسعارو پر وړاندې د ایراني تومان ارزښت خورا ټیټ شوی دی.

دا په ۲۰۲۲ز کال کې په ایران کې د پولیسو په حراست کې د یوې نجلۍ د وژنې په غبرګون کې له پیل شویو حکومت ضد مظاهرو راهیسې تر ټولو پراخ لاریونونه دي چې چارواکو یې د ځپلو لپاره له ظالمانه ځواکه کار اخیستی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران حکومت د جنورۍ پر ۲۱مه پخلی وکړ چې په وروستیو مظاهرو کې ۳،۱۱۷ کسان وژل شوي دي.

ایراني حکومت دا ارقام تر هغې څو ورځې وروسته خپاره کړي دي چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په مظاهرو کې د "زرګونو کسانو وژل کېدل" تایید کړل.

البته د بشري حقونو د امریکا مېشتي سازمان خبري اژانس هرانا د احتجاجونو پر مهال له ۶،۰۰۰ د زياتو کسانو وژل کېدل تاييد کړي او وايي، څه باندې ۹،۰۰۰ قضیې ارزوي. د بشري حقونو نورې ډلې هم د زرګونو کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکوي.

مشال راډیو په ایران کې د انټرنېټ بندېدو له وجې په خپلواکه توګه د ایراني حکومت او بشري حقونو ادارو ارقام نه شي تاییدولای.

په ایران کې د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ګرانې او تومان ارزښت ټیټېدو خلاف مظاهرې پیل شوې چې وروسته په حکومت ضد احتجاجونو بدلې شوې.

فعالان وايي چې په انټرنېټ بندير لګولو او امنیتي فشارونو له امله لاریونونه ورو، ورو کمزوري شول.

خامنه يي د جنورۍ پر ۱۷مه ولس ته په وینا کې مظاهرې "د امریکايي فتنې" په نوم یادې کړې وې او و یې ویل چې "حساب یې باید له امریکا سره وشي."

نورو ایرانیو چارواکو هم مظاهرچیان بلوه ګر بللي، خو فعالان وايي چې حکومت د تاوتریخوالي اصلي مسوول دی.