ایران او اسراییلو پر یو بل د توغندیو ویشتلو ته دوام ورکړی دی

اسراییلي ژغورونکي د ایران د توغندي تر برید وروسته د پېښې ځای څاري - د مارچ ۲۶مې انځور.

په داسې حال کې چې د واشنګټن او تهران ترمینځ د غیر مستقیمو خبرو په اړه غیریقيني حالت دوام لري، ايران او اسرایيلو پر يو بل د توغندیو ویشتلو ته دوام ورکړی دی.

اخوا د امريکا د دفاع وزارت د ميزايلو د کمښت په اړه مستقیماً څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده چې له څو امریکایي دفاعي شرکتونو سره یې تړونونه کړي چې د وسلو زېرمې زیاتې کړي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ چمتو دی پر ایران د جګړې ختمولو لپاره فشار زیاتولو لپاره لا نور سخت ګامونه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې رويټرز خبري اژنس وايي، د ايران بهرنيو چارو وزیر عباس عراقچي دولتي مطبوعاتو ته ويلي چې تهران د جګړې ختمولو لپاره د امريکا ۱۵ نکاتي وړاندیزونه څېړي خو مذاکرات نه کوي.

د هغه په وينا، د منځګړو له خوا پيغامونه لېږدول د مذاکراتو په معنا نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د جګړې ختمولو لپاره د منځګړيتوب وړانديز کړی او ویلي یې دي چې د تهران او واشنګټن ترمینځ یې د خبرو لپاره اسانتیاوو برابرولو ته چمتو دی.

تر دې دوه ورځې مخکې ټرمپ د مارچ پر ۲۴مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې واشنګټن له ایران سره خبرې کوي او دا چې تهران د هرمز تنګي وضعیت په اړه مهم ګام اخلي.

هرمز تنګی د ايران او عمان ترمنځ پروت دی چې له لارې یې د نړۍ ۲۰ فیصده تېل بېلابېلو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

د هرمز تنګي زياتره برخه په سیمه کې د جګړې له پیلېدو راهیسې تړلې ده.

لوړپوړو ایرانیو چارواکو هغه مهال هم د ټرمپ د دعوې په غبرګون کې ویلي ول چې د تهران او واشنګټن ترمینځ مذاکرات نه کېږي.

امریکا او اسراییلو د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې پر ایران حملو ته دوام ورکړی دی او تهران یې په ځواب کې پر اسراییلو او په خلیجې هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو د توغنديو او ډرون بريدونه جاري ساتلي دي.

په سیمه کې دې وضعیت د جګړې پراخېدو اندېښنې زېږولې دي او له کبله یې د تېلو بیې خورا لوړې شوې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران د امریکايي او اسراییلي حملو تر پیلېدو وروسته په سمدستي ډول په منځني ختیځ کې د جګړې درولو غوښتنه کړې وه.