د اروپايي ټولنې استازی وايي له طالبانو سره هره لیدنه کې د ښځو د حقونو موضوع راپورته کوي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی ژیل برتراند يوې غونډې ته وينا کوي ـ انځور له ارشيفه

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی ژیل برتراند وايي، له طالب چارواکو سره په "شاوخوا هره لیدنه کې" په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو موضوع راپورته کوي.

نوموړي د جنوري پر ۲۷مه له مشال راډیو سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې پر افغان ښځو لګېدلي "بنديزونه ليرې کول اسانه خبره نه ده."

هغه زیاته کړه چې له افغانستان سره یې د مرستو یو مهم هدف دا دی چې د امکان ترحده له ښځو له لوري د ښځو لپاره د ترسره کېدونکو فعالیتونو ملاتړ وکړي او دا ځکه چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت "ښه پوه" ده.

دا په داسې حال کې ده چې اروپایي ټولنې د جنورۍ پر ۲۲مه په افغانستان کې د ښځو د اقتصادي پياوړتیا لپاره ۱۰ مېلیونه یورو مرسته اعلان کړه او و یې ویل چې په هغو پیسو به له افغان مېرمنو سره د وړو کاروبارونو په پیلولو کې مرسته وشي.

د اروپایي ټولنې په بیان کې راغلي چې هغه مرستې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي چارو ادارې (یو اېن ډي پي) په لاس لګوي.

طالبانو په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړو منع کړې او ورپسې یې د ښځو لپاره د پوهنتونونو او لوړو زدکړو دروازې هم وتړلې.

طالبانو داراز ښځې په ناحکومتي موسسو کې له کاره منع کړې او په حکومتي ادارو کې یې هم پر کارونو یوشمېر محدودیتونه لګولي دي.

نړیوالې ټولنې د طالبانو دا اقدامات غندلي خو هغوی خپلې تګلارې نه دي نرمې کړې او وايي چې دا ټول موضوعات د افغانستان کورنۍ چارې دي چې پکې هېچا ته د مداخلې اجازه نه ورکوي.

طالبان وايي، په افغانستان کې یې د ښځو په ګډون د ټولو وګړو حقونه د "شریعت په چوکاټ کې" خوندي کړي دي.

د طالبانو حکومت وايي چې د نجونو د زدکړو لپاره پر یوه تګلاره او د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي، خو تر اوسه یې دا نه دي ویلي چې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې یې په دې برخه کې څومره پرمختګ کړی دی.