بنو کې پر پوستې د وسلوالو برید کې ۵ پولیس ژوبل شوي دي

په بنو کې پولیسو او پوځیانو پر سړک ناکه لګولې او پهره ورکوي - انځور له ارشیفه.

پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په بنو کې پر پوستې په وسلوال برید کې پینځه سرتېري ژوبل شوي دي.

د ضلعې د پولیسو مشر یاسر اپرېدي د ډېسېمبر پر ۱۲مه د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې وسلوالو د ډېسېمبر پر ۱۱مه د هوېد تاڼې په حدودو کې د پولیسو پر پوستې برید وکړ خو هغوی چې ځوابي کارروایي وکړه، نو وتښتېدل.

بیان وايي، له وسلوالو سره نښته تر درو ساعتونو روانه وه او دا چې د سیمې د امن کمېټۍ غړي هم له کورونو سره د وسلو ورووتل او د وسلوالو پر وړاندې وجنګېدل.

اپرېدي وویل، په نښته کې وسلوالو ته هم د مرګژوبلې اوښتو اطلاع ده، خو کره شمېر یې معلوم نه دی.

هغه زیاتوي چې ژوبل پولیس یې روغتون ته لېږدولي دي.

پر پوستې د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

له څلورو کلونو راهیسې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي.

د ډېسېمبر پر نهمه د باجوړ په سالارزیو کې د دوو ولسي وګړو مړي وموندل شول. پولیس وايي، هغوی د غره پر سر پوځي پوستې ته اوبه لېږدولې چې ورک شول او بیا یې په مرمیو ویشتلي جسدونه وموندل شول.

پر هم هغه ورځ د ډېسېمبر پر نهمه په بنو او شمالي وزیرستان کې په وسلوالو حملو کې درې ولسي وګړي ووژل شول.

په تېرو شاوخوا دوو اوونیو کې د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې پر پولیسو، امنیتي سرتېرو او حکومتي چارواکو خونړۍ حملې شوې دي.

په همدې حال کې پولیس او د پاکستان پوځ وايي، د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی چې پکې وخت په وخت ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي. پوځ د نومبر پر ۲۴مه په بنو کې د عملیاتو پر مهال د ۲۲ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه. کومې وسلوالې ډلې د پوځ د ادعا په اړه څه نه ول ویلي.

داراز، د بنو او لکي مروتو په مختلفو برخو کې ځايي وګړو هم د وسلوالو فعالیتونو د مخنیوي لپاره امن کمېټۍ او لښکرې جوړې کړې دي او پولیس وايي چې ملاتړ یې کوي.