اسراییلو ادعا کړې چې د ایران د امنیتي شورا منشي علي لاریجاني یې وژلی دی

د ایران د امنیتي شورا منشي علي لاريجاني په تهران کې يوې خبري غونډې ت وينا کوي ـ انځور له اشيفه

د اسراییلو د دفاع وزیر اسراييل کاټز ادعا کړې ده چې د ایران د امنیتي شورا منشي علي لاريجاني یې په تهران کې په هوايي بریدونو کې وژلی دی.

کاټز د مارچ پر ۱۷مه په يو بیان کې د خپلې کړې هغې ادعا د ملاتړ لپاره ثبوت نه دی وړاندې کړی خو که تایید شي، دا به د ايران د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي تر وژل کېدو وروسته تر ټولو د مهم چارواکي وژل کېدل وي. اسراييلو او امريکا د فبرورۍ پر ۲۸مه خامنه يي وژلی وو.

د ایران سرکاري ټېلېويژن د لاريجاني په لاس ليکلی يو يادښت خپور کړی او هڅه یې کړې چې داسې وښيي چې نوموړی ژوندی دی.

په هغه یادښت کې د هغو ایراني سمندري ځواکونو یادونه شوې وه چې د امریکا په برید کې وژل شوي ول، او تمه کېده چې د هغوی جنازه به د مارچ پر ۱۷مه وشي. د دې یادښت انځور د لاریجاني پر ایکس پاڼه هم خپور شوی دی.

تر دې لږ مخکې د اسراييلو پوځ ادعا کړې وه چې د ایران د بسیج نیمه‌ پوځي ځواک قومندان غلام رضا سلېماني یې په تهران کې د همدې هوايي بریدونو په لړ کې وژلی چې لاريجاني یې هم په نخښه کړی دی.
ایران تر اوسه د سليماني وژل کېدل نه تاييد کړي او نه یې هم رد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او اسراییلو پر ایران حملو ته دوام ورکړی دی.

بلخوا ايران پر اسراييلو د ځوابي بريدونو تر څنګ په خلیجې هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو د توغنديو او ډرون بريدونو ته دوام ورکړی دی چې د پراخې جګړې د پیلیدو په اړه یې اندېښنې زېږولې دي او له کبله یې د تېلو بیې لوړې شوې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د فبرورۍ پر ۲۸مه د ایران پر وړاندې د امریکايي او اسراییلي حملو تر پیلېدو وروسته په سمدستي ډول په منځني ختیځ کې د جګړې درولو غوښتنه وکړه.